کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٩): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد يو ځل بيا پر افغان مشرانو غږ کړى چې خپل هېواد ته لومړيتوب ورکړي.
نوموړي افغانانو ته د خپلواکۍ ورځې مبارکۍ ورکولو ترڅنګ په ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان د سولې پروسه هیله بښونکې مرحلې ته رسېدلې ده.
هغه هيله څرګنده کړې چې د افغانستان روانه څلوېښت کلنه جګړه دې ډېره ژر د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
نوموړي ویلي، د دې وخت دی چې ژر تر ژره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت بین الافغاني خبرې پيل شي.
خلیلزاد د افغانستان خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت په خپل پيغام کې دغه راز د ښکېلو لورو پر مشرانو غږ کړی چې افغانانو او د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي او له تېرو تېروتنو عبرت واخلي.
د هغه په وينا، اوس د دې وخت دی چې ټول اړخونه د افغانستان د سولې او امنیت لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي او په دې ټوګه په افغانستان کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي له افغان مشرانو غوښتي چې د ماضي له تېروتنو پند واخلي، خپل هېواد افغانستان ته لومړيتوب ورکړي او يو سياسي جوړجاړي ته ورسېږي.
login or register a new account.