مزارشريف (پژواک، ۸ وږی ۹۹): د بلخ وکيلانو د مزارشريف ښار د امنيتي وضعيت د بدلون په موخه د دغه ولايت سيمه ييزې ادارې ته لس ورځنی ضرب الاجل ټاکلی دی.
په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت يو شمېر استازي او د بلخ ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې مزارشريف ښار له ناسم امنيتي وضعيت سره مخ دی.
دوی چې د وږي په ۸مه د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، دغه راز يې نيوکه کوله چې د بلخ سيمه ييزه اداره او امنيتي مسوولين د نا امنيو او جنايي جرمونو په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.
دغه وکيلان ګواښ وکړ، که تر لسو ورځو پورې په مزارشريف کې د جنايي جرمونو کچه کمه نه شي؛ نو دوی به خلکو ته مراجعه وکړي او د سيمه ييزو چارواکو پر وړاندې به راپورته شي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد ياد خبري کنفرانس ته وويل چې د مزارښار کوڅې د وحشت، ظلم او ناقانونه کړنو پر مرکزونو بدلې شوې دي.
هغه وويل چې هره ورځ لسګونه خلک دوی ته مراجعه کوي او د خپل سر او مال د خونديتوب غوښتنه ترې کوي.
همدرد زياته کړه: ((مزار ښار کې فساد اوج ته رسېدلی، باج ګيري يو فرهنګ ګرځېدلی، هره ورځ د خلکو له کورونو او دوکانونو غلاوې کېږي، خلک له موږ غواړي چې له حکومته د دوی د سر او مال خونديتوب غوښتنه وکړو.))
د همدرد په خبره، په رڼا ورځ په ښار کې غله او مجرمين په ښکاره ګرځي؛ خو امنيتي چارواکي يې د نيولو لپاره اقدام نه کوي.
نوموړی زياتوي چې د بلخ سيمه ييز مسوولين بايد ځواب ووايي چې ولې د دې بندوباريو مخه نه نيول کېږي.
د هغه په وينا، د خلکو توقع دا ده چې لږ تر لږه دې هغه زورواکې ډلې ولس ته افشا شي چې حتی پوليس يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
په ولسي جرګه کې د بلخ يوه بل استازي سيد ظاهر مسرور بيا وويل، چې د بلخ د سيمه ييزو چارواکو او امنيتي مسوولينو د بې کفايتۍ له امله د مزارښار امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.
نوموړي زياته کړه چې که امنيتي مسوولين له جديت او قانونيت څخه کار واخلي نو په وينا يې چې هېڅوک يې پر وړاندې د ودرېدو توان نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن