مزارشريف (پژواک، ۸ وږی ۹۹): د بلخ وکيلانو د مزارشريف ښار د امنيتي وضعيت د بدلون په موخه د دغه ولايت سيمه ييزې ادارې ته لس ورځنی ضرب الاجل ټاکلی دی.
په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت يو شمېر استازي او د بلخ ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې مزارشريف ښار له ناسم امنيتي وضعيت سره مخ دی.
دوی چې د وږي په ۸مه د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، دغه راز يې نيوکه کوله چې د بلخ سيمه ييزه اداره او امنيتي مسوولين د نا امنيو او جنايي جرمونو په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.
دغه وکيلان ګواښ وکړ، که تر لسو ورځو پورې په مزارشريف کې د جنايي جرمونو کچه کمه نه شي؛ نو دوی به خلکو ته مراجعه وکړي او د سيمه ييزو چارواکو پر وړاندې به راپورته شي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد ياد خبري کنفرانس ته وويل چې د مزارښار کوڅې د وحشت، ظلم او ناقانونه کړنو پر مرکزونو بدلې شوې دي.
هغه وويل چې هره ورځ لسګونه خلک دوی ته مراجعه کوي او د خپل سر او مال د خونديتوب غوښتنه ترې کوي.
همدرد زياته کړه: ((مزار ښار کې فساد اوج ته رسېدلی، باج ګيري يو فرهنګ ګرځېدلی، هره ورځ د خلکو له کورونو او دوکانونو غلاوې کېږي، خلک له موږ غواړي چې له حکومته د دوی د سر او مال خونديتوب غوښتنه وکړو.))
د همدرد په خبره، په رڼا ورځ په ښار کې غله او مجرمين په ښکاره ګرځي؛ خو امنيتي چارواکي يې د نيولو لپاره اقدام نه کوي.
نوموړی زياتوي چې د بلخ سيمه ييز مسوولين بايد ځواب ووايي چې ولې د دې بندوباريو مخه نه نيول کېږي.
د هغه په وينا، د خلکو توقع دا ده چې لږ تر لږه دې هغه زورواکې ډلې ولس ته افشا شي چې حتی پوليس يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
په ولسي جرګه کې د بلخ يوه بل استازي سيد ظاهر مسرور بيا وويل، چې د بلخ د سيمه ييزو چارواکو او امنيتي مسوولينو د بې کفايتۍ له امله د مزارښار امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.
نوموړي زياته کړه چې که امنيتي مسوولين له جديت او قانونيت څخه کار واخلي نو په وينا يې چې هېڅوک يې پر وړاندې د ودرېدو توان نه لري.
د مسرور په خبره، ستونزې هغه مهال کمېدای شي چې د بلخ د امنيتي سکتور په رهبرۍ کې بدلون راشي.
هغه وويل: ((خلک نور تر پزې راغلي، د مزار ښار په زړه کې د کفايت په نوم له يوه لوی سوداګريز مرکز څخه په رڼا ورځ غلا کېږي او غله هم چې وسلې ورسره دي، په تېښته بريالي کېږي، د پوليسو په څو قدمۍ کې له يوه شخصي کلينيک څخه په رڼا ورځ غلا شوې؛ خو غله تښتېدلي دي، دا څه وضعيت دی، تر کومه خلک صبر وکړي؟))
نوموړي غوښتنه وکړه چې د افغانستان کورنيو چارو وزارت بايد د بلخ د خلکو ستونزو اورېدو لپاره يو پلاوی دغه ولايت ته واستوي.
د ولسي جرګې دغه غړي وويل چې که تر لسو ورځو پورې د مزار ښار امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون رانه غی، نو دوی به خلکو ته مراجعه وکړي او پر نورو لارو چارو به غور وکړي.
په ورته مهال په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو يو بل استازی عبدالخالق وايي چې د بلخ ولايت په ولسواليو کې د طالبانو د فعاليتونو زياتوالی د دې سبب شوی چې ښار کې دننه هم وضعيت ترينګلی شي.
هغه له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د بلخ د پوليسو تشکيل ته هم بيا کتنه وکړي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد پژواک ته وويل چې د مزار ښار خراب امنيتي وضعيت نور د زغملو وړ نه دی.
د هغه په خبره، د ولسي جرګې او ولايتي شورا وکيلانو په ګډه پرېکړه کړې چې د بلخ له سيمه ييزې ادارې او له مرکزي حکومته به غوښتنه کوي چې د دغه ولايت امنيت ته جدي توجه وکړي.
د حديد په خبره، دوی د بلخ سيمه ييزې ادارې ته لس ورځنی مهلت ورکړی چې د وضعيت د تغيیر لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
هغه زياته کړه، که د مسوولينو اقدامات د قناعت وړ نه وو، نو دوی به خلکو ته مراجعه وکړي او پر داسې لارو چارو به لاس پورې کړي چې پايلې به يې سيمه ييزو مسوولينو لپاره ښې نه وي.
د بلخ ولايت مقام هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت کړکېچن شوی دی.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې دوی د وکيلانو اندېښنې تاييدوي.
خو هغه د ولسي جرګې او ولايتي شورا له وکيلانو غوښتنه وکړه چې پر سيمه ييزې ادارې د فشار راوړو پر ځای دې له مسوولينو سره همکاري وکړي څو امنيت ټينګ شي.
د فرهاد په خبره، د بلخ سيمه ييز مسوولين او امنيتي چارواکي شپه او ورځ کار کوي څو د خلکو امنيت خوندي شي او په ډاډه زړه ژوند وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










