Language

د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې وروستي بدلونونه د څه لپاره دي؟

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٩): وسله والو طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو له پيله څو ورځې مخکې د خپل مرکچي پلاوي مشر او ځيني غړل بدل کړل.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد پرون ناوخته په ټويټر کې اعلان وکړ چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې، شيخ مولوي عبدالحکيم د مذاکراتي ټېم نوی مشر ټاکل شوی او پخوانى مشر شېرمحمد عباس ستانکزی به يې مرستيال وي.

دغه راز نوموړي ويلي چې ډاکتر محمد نعيم وردګ د سهيل شاهين پر ځای  د قطر د سياسي دفتر د وياند په توګه ټاکل شوی دی.

دا چې طالبانو ولې په دې مرحلو کې په خپل مذاکراتي ټېم کې دغه بدلونونه راوستل، سياسي شنونکي او چارواکي يې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي طالبان د سولې لپاره عملي ګامونه نه اخلي او د پلاوي د غړو په تبدیل او بدلون سره فرصتونه ضايع کوي.

یوې بلې دولتي سرچينې پژواک ته وویل چې د طالبانو یاد بدلونونه د طالبانو په لیکو کې د ژور اختلاف په معنی ده چې په ورستیو کې په ملا برادر او عباس ستانکزي طالبان بي باوره شوي دي او ملا برادر کیدای شي د افغان حکومت سره د مذاکراتو په پیل په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

طالبانو ته نږدې شنونکی عنايت الله کاکړ وايي، د ټېم په مشرتابه کې د شيخ عبدالحکيم له ټاکل کېدا داسې ښکاري چې طالبان د بين الافغاني تفاهم پروسې ته خورا په جدي نظر ګوري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، شيخ عبدالحکيم دا مهال د طالبانو په صف کې د دوى له مشر شيخ هبت ﷲ وروسته تر ټولو مشر کس دی چې د طالبانو د قضاء او علماوو د کمېسيون د مشرتابه تجربه هم لري.

کاکړ وايي، شيخ عبدالحکيم د طالبانو له پوځي مشرتابه سره هم په نږدې اړيکه کې پاتې شوی او د هلمند، فراه او اروزګان په قومي او ولسي کړيو کې هم محبوبيت لري.

د نوموړي په وينا، په دې حساب، داسې فکر کېږي چې د نوموړي په مشرتابه کې ترسره شوي مذاکرات به پراخ ولسي او د طالبانو د پوځي مشرتابه ملاتړ له ځان سره ولري.

ده زياته کړه: ((مولوي عبدالحکيم د خبرې اورېدونکي کس په نامه شهرت لري، دې ځانګړنې ته په کتلو سره يې فکر کېږي چې په مذاکراتي بهير کې به له ممکنه انعطاف او تنازل نه کار اخيستل کېږي.))

د سياسي چارو بل کارپوه قاضي محمد حسن حقيار بيا وايي: ((زما په باور تغيير د دې لپاره شوى چې ټېم قوي شي، د هر قشر او هرې برخې باور او ډاډ پرې راشي، پوره واک او اختيار سره تصميم ونيسي.))

login or register a new account.