کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٩): وسله والو طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو له پيله څو ورځې مخکې د خپل مرکچي پلاوي مشر او ځيني غړل بدل کړل.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد پرون ناوخته په ټويټر کې اعلان وکړ چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې، شيخ مولوي عبدالحکيم د مذاکراتي ټېم نوی مشر ټاکل شوی او پخوانى مشر شېرمحمد عباس ستانکزی به يې مرستيال وي.
دغه راز نوموړي ويلي چې ډاکتر محمد نعيم وردګ د سهيل شاهين پر ځای د قطر د سياسي دفتر د وياند په توګه ټاکل شوی دی.
دا چې طالبانو ولې په دې مرحلو کې په خپل مذاکراتي ټېم کې دغه بدلونونه راوستل، سياسي شنونکي او چارواکي يې په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي طالبان د سولې لپاره عملي ګامونه نه اخلي او د پلاوي د غړو په تبدیل او بدلون سره فرصتونه ضايع کوي.
یوې بلې دولتي سرچينې پژواک ته وویل چې د طالبانو یاد بدلونونه د طالبانو په لیکو کې د ژور اختلاف په معنی ده چې په ورستیو کې په ملا برادر او عباس ستانکزي طالبان بي باوره شوي دي او ملا برادر کیدای شي د افغان حکومت سره د مذاکراتو په پیل په مراسمو کې ګډون ونه کړي.
طالبانو ته نږدې شنونکی عنايت الله کاکړ وايي، د ټېم په مشرتابه کې د شيخ عبدالحکيم له ټاکل کېدا داسې ښکاري چې طالبان د بين الافغاني تفاهم پروسې ته خورا په جدي نظر ګوري.
هغه پژواک اژانس ته وويل، شيخ عبدالحکيم دا مهال د طالبانو په صف کې د دوى له مشر شيخ هبت ﷲ وروسته تر ټولو مشر کس دی چې د طالبانو د قضاء او علماوو د کمېسيون د مشرتابه تجربه هم لري.
کاکړ وايي، شيخ عبدالحکيم د طالبانو له پوځي مشرتابه سره هم په نږدې اړيکه کې پاتې شوی او د هلمند، فراه او اروزګان په قومي او ولسي کړيو کې هم محبوبيت لري.
د نوموړي په وينا، په دې حساب، داسې فکر کېږي چې د نوموړي په مشرتابه کې ترسره شوي مذاکرات به پراخ ولسي او د طالبانو د پوځي مشرتابه ملاتړ له ځان سره ولري.
ده زياته کړه: ((مولوي عبدالحکيم د خبرې اورېدونکي کس په نامه شهرت لري، دې ځانګړنې ته په کتلو سره يې فکر کېږي چې په مذاکراتي بهير کې به له ممکنه انعطاف او تنازل نه کار اخيستل کېږي.))
د سياسي چارو بل کارپوه قاضي محمد حسن حقيار بيا وايي: ((زما په باور تغيير د دې لپاره شوى چې ټېم قوي شي، د هر قشر او هرې برخې باور او ډاډ پرې راشي، پوره واک او اختيار سره تصميم ونيسي.))
هغه پژواک ته وويل، د شيخ عبدالحکيم نظر ته طالبان احترام لري او پرې باور لري، دغه راز هغه په زرګونو شاګردان لري، غټې مدرسې لري، فارغين يې ورکړي دي، مفتي او قاضي القضات پاتې شوى دى.
حقيار وايي، طالبانو شيخ عبدالحکيم ځکه ټاکلى، څو خپلو پلويانو ته وښيي چې د هغه پرېکړې د شريعت سره برابرې دي.
نوموړي د طالبانو د قطر دفتر د نوي مطبوعاتي مسوول ډاکتر نعيم وردګ په اړه وايي چې هغه پر څو ژبو پوهېږي، په اسلام اباد کې يې دوکتورا اخيستې او په خبرو پوه دى.
د عباس ستانکزي د لرې کولو په اړه حقيار وايي چې د هغه کور په دوبۍ کې و چې د قطر حکومت له مخالفت سره مخ شوى و، خو دا ادعا غلطه ده چې هغه د پاکستان په فرمايش لرې شوى دى.
د هغه په وينا، د مذاکراتي ټېم نوي مشرتابه په ټاکلو سره طالبانو غوښتل يو قوي ټېم رامنځته کړي چې خپلواک وي او د پرېکړو اختيار ولري.
د پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکى ولي الله شاهين وايي چې بين الافغاني مذاکرات ډېر مهم او برخليک ټاکونکي دي.
هغه پژواک ته وويل، مولوي عبدالحکيم د طالبانو تر ټولو مذهبي مرجع ده، د دارالافتاء رييس دى، يو له هغو کسانو څخه دى چې له ملا عمره وروسته د طالبانو د مشرتابه ټاکلو کې نقش لري، دغه راز د طالبانو داخلي اختلافاتو په له منځه وړو کې رول لوبولى دى.
نوموړي ادعا کوي چې شيخ حکيم د جګړې خلاف او د سولې پلوي دى او د هغه ټاکنه د سولې لپاره يو ګټور ګام بولي.
شاهين وايي چې د طالبانو په مذاکراتي ټېم کې تنوع شته، د ډاکتر نعيم وردګ او انس حقاني په څېر ځوانان لري، نظامي او مذهبي غړي يې هم پياوړي دي.
ژورنالېست سميع يوسفزى وايي چې امريکا او قطر پر ملا عباس ستانکزي اعتراض درلود؛ ځکه کور يې په دوبۍ کې و او هغوى غوښتل چې قطر ته يې ولېږدوي.
دغه راز پاکستان پر دې دغه اعتراض درلود چې د افغانستان په اردو کې پاتې شوى او په هند کې يې زده کړې دي.
نزاکتونه رامنځته شول، مشکلات رامنځته شول، پاکستان ته په سفر کې حل شول، ملا برادر اوس هم واک لري، د دې په مشرۍ به کېږي، ټول مسايل به په قطر کې حل کېږي.
ځيني اختلافات راڅرګند شول چې په پايله کې يې نوي بدلونونه راغلل، د طالبانو کنټرول او کمانډ چې د ملا عمر اخوند په وخت کې و، اوس لږ کم شوى دى.
د ملي امنيت پخوانى رييس رحمت الله نبيل وايي چې د طالبانو په مذاکراتي ټېم کې وروستي بدلونونه له امارت څخه د ښې دفاع په موخه راغلي دي.
هغه په ټويټر کې ليکلي، اوس افغان دولت ته په کار دي چې له جمهوريته د دفاع په موخه په خپل مذاکراتي ټېم کې بدلونونه راولي.
د سهيل شاهين پر ځاى د نعيم وردګ د نوي وياند په توګه رحمت الله نبيل وايي چې هغه په طالبانو کې سابقه نه لري او د طيب اغا له خوا قطر ته راوستل شوى و.
ژورنالېست او د کابل پوهنتون استاد اسد وحيدي وايي، له امريکا سره په مذاکراتو کې موضوع او اجنډا معلومه وه، خو بين الافغاني مذاکرات به ډېر پېچلې وي او هر ډول موضوعات به په کې مطرح کېږي.
هغه پژواک ته وويل، د دې لپاره طالبانو داسې يو ټيم ته اړتيا وه چې هم سياسي، هم شرعي او هم له نظامي اړخه پياوړی وي.
دى وايي چې د طالبانو نوى ټېم ډېر پياوړى شوى، په بين الافغاني مذاکراتو کې به ډېر تمرکز د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي وي چې طبعاً طالبان به ډېر ټينګار پر اسلامي نظام کوي.
استاد وحيدي وايي چې شيخ عبدالحکيم د همدې لپاره د ټېم مشر ټاکل شوى چې په بين الافغاني مذاکراتو کې له امارت او اسلامي نظام څخه کلکه دفاع وکړي.
د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي چې د طالبانو په پخواني ټېم کې د ټولو ولايتونو استازي نه وو، ځکه يې اوس په کې نور کسان شامل کړل.
هغه پژواک ته وويل، د هلمند نظامي شورا چې د طالبانو مهم پوځي کسان په کې غړيتوب لري، په پخواني ټېم کې يې ونډه کمه وه، خو اوس دې نوي ټېم کې زيات شوي دي.
نوموړى وايي چې په دغو بدلونونو کې پاکستان نېغ په نېغه لاس لري او دغه بدلونونه پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له سفر وروسته رامنځته شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










