کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩): د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي مذاکرات نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لورو ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پرانيستې مراسم د تېرې شنبې په ورځ ترسره شول چې په کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر او د ګڼ شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي نادر نادري د شپې ناوخته په ټويټر کې ليکلي چې د دواړو لورو د ګډې کمېټې دويمه کاري ناسته هم پرون له ماښام وروسته ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې نن د سولې مذاکراتو د تماس ډلې د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه تفصیلي خبرې وشوې او د عمومي غونډې لپاره چې نن به ترسره شي، چمتووالى ونيول شو.
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر نعيم هم ويلي چې د کاري ډلې دويمه ناسته پرون له ماښام وروسته ترسره شوه او د نن ورځې د عمومي ناستې پر اجنډا خبرې وشوې.
ټاکل شوې وه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د ۱۳۸۹ کال د کب په لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې لس ورځې وروسته پیل شي، خو د طالبانو د ۵۰۰۰ او د حکومت د زرو بندیانو پر خوشي کېدو د ځینو اختلافونو له امله شاوخوا شپږ میاشتې وځنډېدې او پرون (د ۱۳۹۹ کال د وږي ۱۲مه) د بندیانو له خوشي کېدو وروسته د دواړو لورو (دولت او طالبانو) او دغه راز لسګونو دولتونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په قطر کې پیل شوه.
په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې له رسمي مراسمو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د پېژندګلوۍ په ناسته کې يوه ګډه کمېټه جوړه شوه، څو د سولې خبرو د رسمي پیل پر څرنګوالي، د خبرو پر اصولو، د خبرو لپاره د اسانتیاوو برابروونکو پر څرنګوالي، د ګډې دارالانشاء پر جوړولو او د خبرو پر اجنډا بحث او توافق وکړي.
په دې کمېټه کې د دولت له لوري ضراراحمد مقبل، مولوي عنايت الله بليغ، نادر نادري، محمد ناطفي او فوزيه کوفي او د طالبانو له لوري مولوي عبدالکبير، شېرمحمد ستانکزى، نورالله نوري، شهاب الدين دلاور او مولوي قاسم شامل دي.
login or register a new account.