منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرې نن پيلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩): د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي مذاکرات نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لورو ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پرانيستې مراسم د تېرې شنبې په ورځ ترسره شول چې په کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر او د ګڼ شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي نادر نادري د شپې ناوخته په ټويټر کې ليکلي چې د دواړو لورو د ګډې کمېټې دويمه کاري ناسته هم پرون له ماښام وروسته ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې نن د سولې مذاکراتو د تماس ډلې د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه تفصیلي خبرې وشوې او د عمومي غونډې لپاره چې نن به ترسره شي، چمتووالى ونيول شو.

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر نعيم هم ويلي چې د کاري ډلې دويمه ناسته پرون له ماښام وروسته ترسره شوه او د نن ورځې د عمومي ناستې پر اجنډا خبرې وشوې.

ټاکل شوې وه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د ۱۳۸۹ کال د کب په لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې لس ورځې وروسته پیل شي، خو د طالبانو د ۵۰۰۰ او د حکومت د زرو بندیانو پر خوشي کېدو د ځینو اختلافونو له امله شاوخوا شپږ میاشتې وځنډېدې او پرون (د ۱۳۹۹ کال د وږي ۱۲مه) د بندیانو له خوشي کېدو وروسته د دواړو لورو (دولت او طالبانو) او دغه راز لسګونو دولتونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په قطر کې پیل شوه.

په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې له رسمي مراسمو وروسته د دواړو لورو ترمنځ د پېژندګلوۍ په ناسته کې  يوه ګډه کمېټه جوړه شوه، څو د سولې خبرو د رسمي پیل پر څرنګوالي، د خبرو پر اصولو، د خبرو لپاره د اسانتیاوو برابروونکو پر څرنګوالي، د ګډې دارالانشاء پر جوړولو او د خبرو پر اجنډا بحث او توافق وکړي.

په دې کمېټه کې د دولت له لوري ضراراحمد مقبل، مولوي عنايت الله بليغ، نادر نادري، محمد ناطفي او فوزيه کوفي او د طالبانو له لوري مولوي عبدالکبير، شېرمحمد ستانکزى، نورالله نوري، شهاب الدين دلاور او مولوي قاسم شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست