مزارشريف (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): په شمال کې د شاهين قول اردو وايي چې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې ١٥ وسله وال طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د يادو قول اردو له خوا د وږي په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده پېښه پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د دولت اباد ولسوالۍ په بيدو کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې د طالبانو د ماينونو جوړولو يوه ماهر خپلو نورو ملګرو ته د ماينونو جوړولو روزنه ورکوله چې ناڅاپه يوه ماين پرې چاودنه کړې ده.
شاهين قول اردو ادعا کړې ده چې په دې چاودنه کې د دغه انجنير په ګډون ١٥ طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن