ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“قطرکې د بندو دروازو تر شا د سولې خبرو دوام خلک اندېښمن کړي”

“قطرکې د بندو دروازو تر شا د سولې خبرو دوام خلک اندېښمن کړي”

author avatar
30 Sep 2020 - 16:02
“قطرکې د بندو دروازو تر شا د سولې خبرو دوام خلک اندېښمن کړي”
author avatar
30 Sep 2020 - 16:02

مزارشريف ( پژواک،٩ تله ۹٩) : د ځوان نسل جرګې ګډونوال وايي چې د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوو تر منځ د بندو دروازو تر شا د خبرو دوام د اندېښنې وړ دى.

دوی د تلي په ۹مه، مزارشريف ښار کې د يوې غونډې پر مهال همدا راز له خلکو وغوښتل، چې په هېواد کې د سولې او ثبات راتلو په موخه بايد پخوانۍ تربګنۍ هېرې کړي.

د ځوان نسل جرګې د تماس ګروپ مسوول سنګر اميرزاده پژواک اژانس ته وويل، دغه جرګه هڅه کوي چې د سياسي سولې تر څنګ په هېواد کې د ټولنيزې سولې لپاره هم زمينه برابره کړي.

د هغه په خبره، دوی له دې وړاندې د هېواد په شلو ولايتونو کې د سوله ييز ذهنيت خپرېدو په موخه شاوخوا ۱۰۰ غونډې جوړې کړي، چې د هېوادوالو له تاوده هر کلي سره مخ شوي دي.

امير زاده زياته کړه، د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو، خلکوته هيله مندي پيدا کړې، چې هېواد کې روانه جګړه به پاى ته ورسېږي.

نوموړي وويل: (( د سولې او ثبات په خاطر بايد خلک هم څه نا څه قرباني ورکړي، زموږ هيله دا ده چې افغانان خپلې پخوانۍ تربګنۍ هېرې کړي او د هېواد جوړېدو لپاره يو بل وزغمي)).

د بلخ يوه اوسېدونکي عبدالهادي بلخوال چې د ځوان نسل جرګې له خوا جوړې شوې غونډې کې يې ګډون کړی وايي چې افغانان نور د جګړې د دوام زغم نه لري.

د هغه په خبره، که له يوې خوا خلک د سولې راتګ ته خوښ دي؛ خو بل لور ته بيا د بندو دروازو تر شا د مذاکراتو دوام د اندېښنې وړ هم دي.

نوموړي وويل: (( که ښکېل اړخونه په رښتيا هم د سولې نيت لري؛ نو بيا ولې د بندو دروازو تر شا ملاقاتونه کوي؛ خو خپلې ټولې ناستې دې علني کړي؛ څو خلک خبر شي چې څه روان دي)).

د بلخوال په خبره، په افغانستان کې د روانې جګړې له امله هره ورځ زيات شمېر افغانان وژل کېږي، چې دا وضعيت به ناوړه پايلې له ځانه سره ولري.

د بلخ دغه اوسېدونکي په سياسي ډلو ټپلو هم غږ وکړ چې له يوه واحد ادرس څخه د سولې خبرې مخ ته يوسي.

زهرا محمدي د بغلان اوسېدونکې ده چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.