منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“قطرکې د بندو دروازو تر شا د سولې خبرو دوام خلک اندېښمن کړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

مزارشريف ( پژواک،٩ تله ۹٩) : د ځوان نسل جرګې ګډونوال وايي چې د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوو تر منځ د بندو دروازو تر شا د خبرو دوام د اندېښنې وړ دى.

دوی د تلي په ۹مه، مزارشريف ښار کې د يوې غونډې پر مهال همدا راز له خلکو وغوښتل، چې په هېواد کې د سولې او ثبات راتلو په موخه بايد پخوانۍ تربګنۍ هېرې کړي.

د ځوان نسل جرګې د تماس ګروپ مسوول سنګر اميرزاده پژواک اژانس ته وويل، دغه جرګه هڅه کوي چې د سياسي سولې تر څنګ په هېواد کې د ټولنيزې سولې لپاره هم زمينه برابره کړي.

د هغه په خبره، دوی له دې وړاندې د هېواد په شلو ولايتونو کې د سوله ييز ذهنيت خپرېدو په موخه شاوخوا ۱۰۰ غونډې جوړې کړي، چې د هېوادوالو له تاوده هر کلي سره مخ شوي دي.

امير زاده زياته کړه، د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو، خلکوته هيله مندي پيدا کړې، چې هېواد کې روانه جګړه به پاى ته ورسېږي.

نوموړي وويل: (( د سولې او ثبات په خاطر بايد خلک هم څه نا څه قرباني ورکړي، زموږ هيله دا ده چې افغانان خپلې پخوانۍ تربګنۍ هېرې کړي او د هېواد جوړېدو لپاره يو بل وزغمي)).

د بلخ يوه اوسېدونکي عبدالهادي بلخوال چې د ځوان نسل جرګې له خوا جوړې شوې غونډې کې يې ګډون کړی وايي چې افغانان نور د جګړې د دوام زغم نه لري.

د هغه په خبره، که له يوې خوا خلک د سولې راتګ ته خوښ دي؛ خو بل لور ته بيا د بندو دروازو تر شا د مذاکراتو دوام د اندېښنې وړ هم دي.

نوموړي وويل: (( که ښکېل اړخونه په رښتيا هم د سولې نيت لري؛ نو بيا ولې د بندو دروازو تر شا ملاقاتونه کوي؛ خو خپلې ټولې ناستې دې علني کړي؛ څو خلک خبر شي چې څه روان دي)).

د بلخوال په خبره، په افغانستان کې د روانې جګړې له امله هره ورځ زيات شمېر افغانان وژل کېږي، چې دا وضعيت به ناوړه پايلې له ځانه سره ولري.

د بلخ دغه اوسېدونکي په سياسي ډلو ټپلو هم غږ وکړ چې له يوه واحد ادرس څخه د سولې خبرې مخ ته يوسي.

زهرا محمدي د بغلان اوسېدونکې ده چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی.

هغه وايي، د سياسي سولې تر څنګ بايد د ټولنيزې سولې د ټينګښت لپاره هم کار وشي.

نوموړې وويل: (( زموږ لويه ستونزه دا ده چې د يو بل زغملو حوصله نه لرو او هر وخت چې زموږ خلکو دغې موضوع ته ارزښت ورکړ؛ نو تاوتريخوالی خپله ورسره راکمېدای شي)).

مېرمن محمدي وايي، د جګړو له امله خلک حتی لومړنيو اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري.

هغې زياته کړه، د جګړې په دوام سره که له يوې خوا خلک وژل کېږي، بل لور ته ځوان نسل له زده کړو او اقتصاد څخه هم لرې پاتې کېږي.

هغې له ځوانانو هم غوښتنه وکړه چې سره منسجم شي او د سولې په روانه پروسه کې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

د ځوان نسل جرګې مسوولين وايي چې دوی د خپلو غونډو پايلې راټولوي او د يوه پرېکړه ليک په بڼه يې د سولې پروسې ښکېلو اړخونو ته ور سپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست