Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز د ملي امنيت مرستيال پر موټر چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): حکومتي سرچيني وايي، د دغه ولايت د ملي امنيت رياست د مرستيال پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې درې کسان ټپيان شوي دي.

په کندوز کې يوې حکومتي سرچينې د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د دغه ولايت د ملي امنيت د مرستيال ډګروال امين الله پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي: ((دغه چاودنه د ملي امنيت رياست په ودانۍ کې دننه شوې، کله چې معاون له موټره ښکته شوی، بيا چاودنه شوې ده.))

سرچينه زياتوي چې په دې چاودنه کې موټر تخريب شوى او د ياد مرستيال موټر چلوونکى او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د کندوز د ملي امنيت رياست مسوولينو په دې له څه ويلو ډډه وکړه.

خو بل لور ته په کندوز کې مدني فعال ظاهر مُصلح پژواک ته وويل چې د ملي امنيت د لوړ رتبه مسوولينو پر موټرو د چسپکي ماين چاودنې د اندېښنې وړ دي.

هغه وايي: ((دغه خلک بايد د وسله والو مخالفينو پلانونه شنډ کړي، د دوى پر خپلو موټرو چاودنې کېږي، دا واقعاً د شرم ځاى دى.))

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.