ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د کابل- جلال اباد دويم سړک جوړولو چارې په لسو کلونو کې ٤٠ سلنه ترسره شوې

​د کابل- جلال اباد دويم سړک جوړولو چارې په لسو کلونو کې ٤٠ سلنه ترسره شوې

author avatar
4 Nov 2020 - 11:56
​د کابل- جلال اباد دويم سړک جوړولو چارې په لسو کلونو کې ٤٠ سلنه ترسره شوې
author avatar
4 Nov 2020 - 11:56

جلال اباد (پژواک، ١٤لړم ۹۹): د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، د ننګرهار حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسوالیو کې نا امنیو د کابل- جلال اباد دويم لين سړک جوړېدو پروسه ځنډنۍ کړې ده.

د کابل ـ ننګرهار پروژې دويم لین سړک چې ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، د جوړېدو چارې يې د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر په ۱۴مه د اسيا پرمختيايي بانک په مالي همکارۍ پيل شوې خو د تېرو لسو کلونو په موده کې یې چارې بشپړې نه شوې.

دا سړک لومړی په دوو برخو وېشل شوی و چې د کابل له بګراميو څخه د ازرې ولسوالۍ تر سپرې کنډو پورې ۵۰ کيلومتره او د جلال اباد ښار د سره رود له دوه سړکې څخه تر سپرې پورې ۱۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري، خو اوس يې يوازې ۳۲ کيلومتره د کابل له خوا او ۳۳ کيلومتره د جلال اباد له خوا جوړ شوی دی.

د سړک ډېره برخه چې ۸۵ کيلومتره کېږي او د ننګرهار له خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو او د لوګر له ارزې ولسوالۍ تېرېږي، د ټولګټو چارو وزارت وايي، دا ساحې نا امنه دي؛ نو ځکه يې کارونه ټکني شوي دي.

خو د ننګرهار ولايتي اداره بيا وايي، هلته د سړک پروژې پر وړاندې هېڅ امنيتي خنډ نشته، دغه راز قومي مشران او ولايتي شورا هم وايي چې له وسله والو سره يې خبرې شوې او هېڅ ستونزه نشته.

د ټولګټو چارو وزارت مرستيال وياند محمد اشرف حق شناس پژواک اژانس ته وويل، د سړک د دواړو برخو ډېر کار د امنیتي ستونزو له کبله بشپړ نه شول خو اوس يې وزارت د رغونې لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بګرامۍ ـ سپري برخه چې د سړک لومړۍ برخې تړون د ۶۷ ميليونه، ۹۴۹زره او ۳۱۹ ډالرو په ارزښت له يو خصوصي شرکت سره لاسليک شوی و، خو له دې څخه يوازې ۳۲ کيلومتره بشپړ شو چې ۵۳ ميليونه، ۷۸۶زره او ۷۸۰ ډالر لګښت پرې راغلی و.

دی زياتوي، د سړک بله برخه چې ۱۰۰ کيلومتره وه او له يو خصوصي شرکت سره د شاوخوا ۱۰۹ ميليونه ډالرو په لګښت قرارداد شوی، د ۳۵ ميليونو ډالرو په ارزښت يې ۳۳ کيلومتره چارې بشپړې شوې دي.

حق شناس وايي، د ناامنيو له امله د سړک ۸۵ کيلومتره ساحه همداسې پاتې شوې وه چې بيا د اسيا پرمختيايي بانک له لوري يې بوديجه وځنډېده خو وايي، اوس بيا دغه بانک د بودجې د ورکړې ډاډ ورکړی دی.

د هغه په وينا، د دغه سړک د چارو ځنډ يوه بله ستونزه د سړک په مسير کې د خلکو د شخصي ملکيتونو موجوديت او د ځمکو د استملاک موضوع وه چې دا پيسې د اسيا پراختيايي بانک نه ورکولې او افغان حکومت يې د ورکړې مسووليت درلود.

دى زياتوي، تر اوسه د ترسره شوي کار د کابل د برخې (۳۲ کيلومتره) ټول استملاک پيسې ورکړل شوې خو د ننګرهار اړوند د ۳۳ کيلومتره د لومړۍ برخې چې ۲۲ کيلومتره دی، ورکړل شوې او د ۱۱ کيلومتره ساحې لا هم پاتې دی.

د ټولګټو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، اوس بيا ځلې سروې روانه ده چې د سړک د پاتې برخې د رغونې لپاره پلان جوړ کړي او دغه راز د پاتې ساحو د استملاک کچه معلومه کړي او ډاډ يې ورکړ چې د پروژې د بودجې لپاره ورسره اسيا پراختيايي بانک د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په افغانستان کې د اسيا پرمختيايي بانک اداره هم مني چې دوی د پيسو ورکړې په برخه کې ستونزه نه لري خو ټينګار کوي چې د ټولګټو وزارت ورته د امنيت نشتوالی ياد کړی؛ نو تر هغه چې ياده ستونزه حل نه شي دوی بودجه نه شي ورکولی.

د دې ادارې د مطبوعاتو برخې پژواک ته په يو ليکلي برېښناليک کې ويلي، پاتې برخه ۸۵ کيلومتره اټکل شوې او د اسيا پرمختيايي بانک يې د مالي مرستې لپاره چمتو دی خو افغان حکومت باید د پروژې پر وړاندې شته خنډونه له منځه يوسي.

بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه سړک د جوړېدو پر وړاندې امنيتي خنډونه نشته، ځينې ټولنيزې او د استملاک ستونزې موجود دي چې د هغو د حل لپاره هم کار پيل شوی دی.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، والي ضياءالحق امرخېل هڅې پيل کړې چې د دغه سړک د پاتې برخې چې ۶۷ کيلومتره يې په ننګرهار کې دی، چارې يې بيا پيل شي.

هغه زياته کړه، په همدې موخه د ټولګټو چارو وزارت يو پلاوی هم د استملاک د سروې لپاره راغلی او دلته يې هم له ځايي قومي مشرانو او ولايتي شورا سره ګډې ناستې کړې چې پرتې ستونزې د ولس په منځګړتوب حل شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر چې خپله د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکى دی، پژواک اژانس ته وويل چې هلته هېڅ امنيتي ستونزه نشته او ولس د امنيت د ټينګښت لپاره ډاډ ورکړی دی.

دی وايي، په حکومت کې ځينې کړۍ هڅه کوي چې نا امني بهانه کړي او د ننګرهار دا ستره پروژه له خنډ سره مخ کړي.

د سړک د چارو د بيا پيل لپاره يو شمېر مدني ټولنو او مدني فعالانو هم هلې ځلې پيل کړې چې د سړک د پروژې د بيا پيل لپاره زمينه برابره شي.

د دوی له ډلې د ختيځو ولايتونو د پرمختګ کاري ډلې غړي لعل ګل لعل پژواک ته وويل، له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو شمېر غړي هڅولي چې د ټولګټو چارو او ماليې وزارتونو مسوولين د دغه سړک پر وړاندې د پرتو خنډو د حل لپاره وهڅوي.

د شېرزادو ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک اسلم خان پژواک ته وويل، دوی حکومت ته هم ډاډ ورکړی چې د سړک د امنيت لپاره خپله کار کوي او دغه راز يې له ځايي وسله والو مخالفينو هم ډاډ ترلاسه کړی چې د دغه سړک د جوړېدو پر وړاندې خنډ نه رامنځته نه کړي.

د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د قومي شورا غړي ملک ذبيح الله هم وويل، د دې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي ژمن دي چې د جلال اباد– کابل دويم لين سړک پر وړاندې د امنيتي ستونزو د حل لپاره له حکومت سره کار وکړي.

اوس مهال د کابل – جلال اباد لومړي لين سړک چې پر لغمان او د کابل پر سروبي ولسوالۍ کې تېريږي، د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله تل د ترافيکي پېښو او د سړک د بندښت ستونزو سره مخ وي.

يوازې د تېر ۱۳۹۸ کال په ۹ مياشتو کې پر دغه سړک ۵۰ ترافيکي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې ۴۲ کسان مړه او ۹۴ نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وينا، پلان دا دی که چېرې د کابل – جلال اباد دويم لين سړک ورغول شي، نو ټول بار وړونکي موټرونه به پر دغه سړک تګ راتګ کوي او اوسنی سړک به يوازې د مسافر وړونکو موټرو لپاره ځانګړی شي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.