ښرنه(پژواک، ۱۶ لړم ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې په يوه وسله وال بريد کې د ملي اردو يو سرتېری او يو ملکي وګړی وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دې.
د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال وياند لعل اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ماښام د ولايت مقام له امنيتي قرول سره نږدې پر قراردادي نانوايي وسله والو طالبانو یريد کړی.
هغه وويل چې په دې بريد کې د ملی اردو يو سرتېری وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په دې بريد کې د نانوايي يو کارکونکی وژل شوى او يو بل ټپي شوى چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دې.
د پکتيکا ولايت دوه اوسېدونکي عظمت او قمر وايي چې ياد بريد د حکومت بې غوري او کمزوري ښيي چې بريد کوونکي د پېښي له ځايه چې شاوخوا يې امنيتي کمربند ونه پراته دي، تښتېدلي او خلکو ته يې اندېښنې پيدا کړې دي.
د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې هم په ښرنې ښار کې د سيمه ييزو پوليسو له لوري يو ځوان پر ډزو وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن