ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې په فوق العاده ناسته کې صالح او محب ګډون ونه کړ

د ولسي جرګې په فوق العاده ناسته کې صالح او محب ګډون ونه کړ

author avatar
7 Nov 2020 - 18:13
د ولسي جرګې په فوق العاده ناسته کې صالح او محب ګډون ونه کړ
author avatar
7 Nov 2020 - 18:13

کابل(پژواک،۱۷لړم ۹۹): د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي امنیت سلاکار پر کابل پوهنتون د برید په اړه د ولسي جرګې په فوق العاده ناسته کې ګډون ونه کړ، خو دغه ناسته د حکومت د درېیو امنیتي چارواکو په ګډون په سري ډول ترسره شوه.

د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې نن د هېواد د امنیتي وضعیت په تړاو په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د وروستي برید په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج په ګډون د دغې جرګې فوق العاده غونډه جوړه شي.

دوو بریدګرو د لړم په دوولسمه پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ کسان چې ډېری یې محصلین وو، ووژل او ۳۹ نور یې ټپیان کړل.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې د نننۍ ناستې په پیل کې وویل چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ټيلېفوني اړیکه کې ده ته ویلي چې هغه کوم اجرایيوي صلاحیت نه لري او هرکله چې دغه جرګه استماعیه غونډه ترسره کړي، هغه به ګډون په کې وکړي.

هغه همدا راز وویل چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د یوه مکتوب په استولو خبر ورکړی چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، په نننۍ ناسته کې ګډون نه کوي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((ولسي جرګې ته تګ او په استماعیه ناسته کې د خلکو له استازو سره خبرې کول یو فرصت او غنیمت دی، خو د ولسمشر لومړي مرستیال لپاره د تعریف شوو تشریفاتو او منظمې اجنډا له مخې، د افغانستان ملي شورا د یوې قانون جوړونکې، د خلکود حوزو د نماینده او د دولت د ګړنو د څارونکې پایې په توګه له حکومت سره د دوستانه او نږدې اړیکو مستحق ده او زه د هغو تر څنګ له موجودیت څخه نه یوازې ډار نه لرم بلکې پرې ویاړم. ترتیب دې سم کړي زه به یې خدمت کې یم.))

د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو او د ملي امنیت عمومي رییس نننۍ ناستې ته حاضر شول؛ خو د صالح او محب نه حاضرېدو د خلکو د استازو غوسه راوپاروله.

دوی وویل چې د امنیتي چارواکو ټول صلاحیتونه د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت مشاور له خوا سلب شوي او اړتیا نه شته چې له یادو درېیو چارواکو پوښتنې وشي.

د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون رییس خان اقا رضایي وویل: «ددغو وزیرانو را غوښتل د افغانستان د خلکو لپاره د حل لار نه ده او کومې پوښتنې ته ځواب نه وایي. موږ د امنیت شورا سلاکار او لومړي مرستیال راغوښتي وو، اوس چې هغوی را نه غلل وزیران دې هم لاړ شي څو خپلو دندو ته ورسیږي.

په دغې جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري وویل: «مرګ دې وي په داسې حکومت چې د خلکو غوښتنې ته احترام نه کوي.»

هغه دې ته په اشارې چې نه یوازې د ولسمشر مرستیالان بلکې ولسمشر هم د قانون له مخې دغې جرګې ته ځواب ویونکى دى، وویل چې د ملي امنیت شورا د سلاکار او لومړي مرستیال په دې سپکاوي سره نو باید د دغه ملت فاتحه واخیستل شي.

په یاده جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني دغې جرګې ته د صالح او محب نه راتګ ملت او د ملت استازو ته سپکاوی وباله او ويې ویل: «محب افغانستان خراب کړی، محب د قوماندانانو او والیانو په ګومارلو لګیا دی او هر کس یې چې ټاکلی هم دی، ښه کاری تجربه نه لري او په فساد کې ښکېل دي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.