کابل(پژواک،۱۷لړم ۹۹): د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي امنیت سلاکار پر کابل پوهنتون د برید په اړه د ولسي جرګې په فوق العاده ناسته کې ګډون ونه کړ، خو دغه ناسته د حکومت د درېیو امنیتي چارواکو په ګډون په سري ډول ترسره شوه.
د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې نن د هېواد د امنیتي وضعیت په تړاو په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د وروستي برید په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمد ضیا سراج په ګډون د دغې جرګې فوق العاده غونډه جوړه شي.
دوو بریدګرو د لړم په دوولسمه پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ کسان چې ډېری یې محصلین وو، ووژل او ۳۹ نور یې ټپیان کړل.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې د نننۍ ناستې په پیل کې وویل چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ټيلېفوني اړیکه کې ده ته ویلي چې هغه کوم اجرایيوي صلاحیت نه لري او هرکله چې دغه جرګه استماعیه غونډه ترسره کړي، هغه به ګډون په کې وکړي.
هغه همدا راز وویل چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د یوه مکتوب په استولو خبر ورکړی چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، په نننۍ ناسته کې ګډون نه کوي.
په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((ولسي جرګې ته تګ او په استماعیه ناسته کې د خلکو له استازو سره خبرې کول یو فرصت او غنیمت دی، خو د ولسمشر لومړي مرستیال لپاره د تعریف شوو تشریفاتو او منظمې اجنډا له مخې، د افغانستان ملي شورا د یوې قانون جوړونکې، د خلکود حوزو د نماینده او د دولت د ګړنو د څارونکې پایې په توګه له حکومت سره د دوستانه او نږدې اړیکو مستحق ده او زه د هغو تر څنګ له موجودیت څخه نه یوازې ډار نه لرم بلکې پرې ویاړم. ترتیب دې سم کړي زه به یې خدمت کې یم.))
د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو او د ملي امنیت عمومي رییس نننۍ ناستې ته حاضر شول؛ خو د صالح او محب نه حاضرېدو د خلکو د استازو غوسه راوپاروله.
دوی وویل چې د امنیتي چارواکو ټول صلاحیتونه د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت مشاور له خوا سلب شوي او اړتیا نه شته چې له یادو درېیو چارواکو پوښتنې وشي.
د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون رییس خان اقا رضایي وویل: «ددغو وزیرانو را غوښتل د افغانستان د خلکو لپاره د حل لار نه ده او کومې پوښتنې ته ځواب نه وایي. موږ د امنیت شورا سلاکار او لومړي مرستیال راغوښتي وو، اوس چې هغوی را نه غلل وزیران دې هم لاړ شي څو خپلو دندو ته ورسیږي.
په دغې جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري وویل: «مرګ دې وي په داسې حکومت چې د خلکو غوښتنې ته احترام نه کوي.»
هغه دې ته په اشارې چې نه یوازې د ولسمشر مرستیالان بلکې ولسمشر هم د قانون له مخې دغې جرګې ته ځواب ویونکى دى، وویل چې د ملي امنیت شورا د سلاکار او لومړي مرستیال په دې سپکاوي سره نو باید د دغه ملت فاتحه واخیستل شي.
په یاده جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني دغې جرګې ته د صالح او محب نه راتګ ملت او د ملت استازو ته سپکاوی وباله او ويې ویل: «محب افغانستان خراب کړی، محب د قوماندانانو او والیانو په ګومارلو لګیا دی او هر کس یې چې ټاکلی هم دی، ښه کاری تجربه نه لري او په فساد کې ښکېل دي.»
په دغه جرګه کې د هرات د خلکو استازي حبیب الرحمن پدرام ولسمشر ته په خطاب کې وویل: «کور او کورنۍ دې ټول په امریکا کې ژوند کوي، ته دلته څه کوې؟ ولې د دغه مظلوم ملت له سره لاس نه اخلې؟ ووایه د خلکو وکیلانو ته ستا لاسته رواړنه څه ده؟ له وطن نه دې د خلکو د قتل ځای جوړ کړی، شرم پر تا، شرم پر تا، وطن دې خراب کړ، خدای دې ستا کور خراب کړي، د دغه وطن اولاد هره ورځ وژلو ته ورکوې، خدای دې د اولاد درد د تا او ستا د بي بي ګلې په زړه راولي څو ته د خلکو د زړه له درده خبر شې.»
هغه وویل چې د هغو وزیرانو چې صلاحیتونه یې سلب شوي، هيڅ درد نه شي دوا کولای.
د دغې جرګې یو شمېر نورو غړو هم د صالح او محب نه شتون د ولسي جرګې د دریځ سپکاوی وباله او ويې ویل چې محب او صالح باید جرګې ته راوغوښتل شي.
په پای کې د جرګې رییس د یادو درېیو امنیتی چارواکو په شتون د نن ورځې غونډې ادامه رایې اچونې ته وړاندې کړه او ډېری کسانو رایه ورکړه چې د خالد، اندرابي او سراج په شتون کې غونډې ته دوام ورکړي؛ درې هغه کسان چې د خلکو د استازو په وینا د محب او صالح له خوا یې صالاحیتونه سلب شوي دي.
د جرګې غړو له درې واړو چارواکو وغوښتل څو د دوی د صلاحیت د سلب، پر کابل پوهنتون او کوثر دانش د زده کړې پر مرکز د بریدونو او په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه معلومات وړاندې کړي.
خو د ملي دفاع وزارت سرپرست نوماند وزیر اسدالله خالد چې د یادو درېیو امنیتي چارواکو لومړی وینا وال و، د جرګې غړو ته په خطاب وویل: "که تاسو غواړئ چې ډېر جزيیات درسره شریک شي، نو ناسته سري کړئ."
د جرګې رییس د هغه وړاندیز رایې اچونې ته وړاندې کړ او د رایو په اتفاق، په جرګه کې حاضرو غړو د ناستې په سري کولو موافقه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










