ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين: پکتيکا کې د طالبانو يوه ډرون کامره نيول شوې

امنيتي مسوولين: پکتيکا کې د طالبانو يوه ډرون کامره نيول شوې

author avatar
9 Nov 2020 - 13:32
امنيتي مسوولين: پکتيکا کې د طالبانو يوه ډرون کامره نيول شوې
author avatar
9 Nov 2020 - 13:32

ښرنه (پژواک، ١٩ لړم ٩٩): د ملي امنيت ځواکونو په پکتيکا کې يوه ډرون کامره نيولې چې اووه بېلابېلې پرمختللې کامرې په کې لګول شوې دي.

د پکتيکا د ملي امنيت رياست مسوولين وايي چې دغه عمليات تېره شپه د برمل ولسوالۍ په مرغه کلي کې تر سره شوي دي.

سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتو کې يوه ډرون کامره نيول شوې چې اووه پرمختللې کامرې په کې لګېدلې دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې دوه طالبان هم وژل شوي او يو شمېر سپکه او درنه وسله هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د سيمې يو تن اوسېدونکي ويران پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو په مرغه کلي کې عمليات کړي دي.

دى وايي چې په يادو عملياتو کې د ملي امنيت ځواکونو يوه ډرون کامره نيولې ده.

د پکتيکا د والي وياند غازي دانش هم د عملياتو خبره تاييدوي، خو په دې اړه يې نور جزئيات وړاندې نه کړل.

د يادونې ده چې د کندوز، پکتيا او لوګر يو شمېر سرچينو پژواک ته ويلي چې په دې وروستيو کې طالبان د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه له ډرون کامرو څخه د بې پيلوټه الوتکې په توګه ګټه پورته کوي.

د دوى په وينا، تر اوسه د يادو کامرو په هوايي بريدونو کې يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.