Language

حنیف: پر کونړ د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې درې ملکي وګړي شهیدان او ۴۵ ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي چې د دغه ولایت پر مرکز او ځینو نورو سیمو د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې درې ملکي وګړي شهیدان او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب‌الله حنیف پژواک ته وویل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د پاکستان پوځې رژیم د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمو لومړی د ډرون او وروسته د توپونو ډزې وکړې.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې پاکستاني پوځیانو د دغه ولایت د مرورې، دانګام او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو هم بریدونه کړي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، په یادو بریدونو کې درې ملکي کسان شهیدان او ۴۵ نور چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

حنیف وایي چې په دغو بریدونو کې د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون هم په نښه شوی او ودانۍ یې زیانمنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، ځايي اوسېدونکي وایي چې د پاکستاني پوځي رژیم نن د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ لقمان کلی هم د هاوان پر مرمیو ویشتلی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره، له دغه برید وروسته افغان ځواکونو هم غبرګون ښودلی او پر نږدې پاکستاني پوستو یې بریدونه کړي دي.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو تېره شپه هم د سپین‌بولدک ولسوالۍ د عبدالله کنډک سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو انتقامي برید کړی چې په پایله کې یې هغوی ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.