ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزى : د ننګرهار امنيه قومانداني او د ښار امنيتي حوزې ودانۍ نه لري

ستانکزى : د ننګرهار امنيه قومانداني او د ښار امنيتي حوزې ودانۍ نه لري

author avatar
10 Nov 2020 - 15:30
ستانکزى : د ننګرهار امنيه قومانداني او د ښار امنيتي حوزې ودانۍ نه لري
author avatar
10 Nov 2020 - 15:30

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت پوليسو ته په تېر کې پوره پاملرنه نه ده شوې او لا هم امنيه قوماندانۍ د پوره کمپلېکس لرونکې ودانۍ نه لري.

دی وايي، پر امنيه قوماندانۍ سربېره د جلال اباد ښار يو شمېر امنيتي حوزې او د ځينو ولسواليو قوماندانۍ هم د ودانۍ له ستونزو سره مخ دي.

پاسوال غلام سنايي ستانکزي دا څرګندونې د لړم په ۲۰مه دغه ولايت کې د پوليسو لپاره د ځانګړي ۵۰ بستريز روغتون د جوړېدو په غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه: ((د ننګرهار پوليسو ته په تېر کې پوره توجه نه ده شوې، اوس هم له ستونزو سره مخ دي، خو هڅه به کوو، چې په ګډه دا ستونزې حل کړو.))

پاسوال ستانکزی وايي، لا هم د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مجهزه ودانۍ چې ټول اداري کمپليکس ته په کې اسانتياوې برابرې وي نشته ، چې ولسمشر هم ورسره ژمنه کړې وه خو لا هم ورته ودانۍ نه ده جوړه شوې.

ستانکزي وويل، د ننګرهار  له امنيه قوماندانۍ سربېره د جلال اباد ښار يو شمېر امنيتي حوزې او د ولسواليو امنيه قوماندانۍ هم د ودانيو نشتوالي ستونزې سره مخ دي.

ده وويل: ((همدا اوس چې د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معين صيب راسره و، نهمه حوزه مې ورته وښوده چې نه ودانۍ لري او نه يې هم پوليسو ته د څښاک د اوبو سيسټم جوړ شوی دی.))

د ننګرهار امنیه قوماندان هيله څرګنده کړه چې دکورنيو چارو وزارت دې ورسره دغه برخه کې همکاري وکړي او دا ستونزې دې حل کړي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال رياض الله درمل پژواک ته وويل، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو بوديجه په ۱۴۰۰ کال کې منظور شوې او هر کله چې کال پيل او ولايتي اداره ورته ځای مشخص کړي، نو دوی به يې چارې پيل کړي.

هغه زياته کړه، د حوزو او ولسواليو د امنيه قوماندانيو لپاره هم په راتلونکي کې پلان شته چې ودانۍ جوړې او پوليسو ته اسانتياوې برابرې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.