کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره په ليدنه کې هغوى هڅولي چې خپلو خبرو ته پراختيا ورکړي، څو يوه هر اړخيز او دايمي اوربند ته لاره هواره شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو چې د اوو هېوادونو په سفر وتلى، پرون قطر ته پر رسېدو د دغه هېواد له امير تميم بن حمد الثاني او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن سره وليدل.
له دغو ليدنو وروسته پومپيو په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو له مرکچي پلاوو سره ليدلي دي.
هغه له دغو ليدنو کتنو وروسته په خپل په ټويټر کې ليکلي چې له مذاکراتي ټيمونو سره د ليدنو پر مهال يې د هغوى د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړه.
پومپيو زياته کړې، دواړه لوري يې وهڅول چې خپلو خبرو ته پراختيا ورکړي، څو يوه هر اړخيز او دايمي اوربند ته لاره هواره شي.
بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره په ليدنه کې د مذاکراتي ټيم غړي او د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم شتون درلود.
سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په تېرو کلونو کې له افغانستانه د امريکا له پرلهپسې ملاتړه مننه وکړه.
نوموړي د سولې له هوکړې وروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د مذاکره کوونکي پلاوي غړو وویل چې د افغانستان خلک په هېواد کې د وروستیو دوو لسیزو لاستهراوړونو د ساتلو غوښتونکي دي.
دوی همدا راز زياته کړه، افغانانو ته د پنځو زرو بندیانو له خوشي کېدو وروسته د تاوتریخوالو زیاتوالی د منلو وړ نه دی او دا د دوحې له هوکړه لیک سره په ټکر کې بولي.
دوی زیاته کړه، خلک په هېواد کې د دایمي اوربند په هیله دي.
د مذاکره کوونکي پلاوي غړو د ناستې پر دوام وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه اسلام ناروا بللې او همدا راز دوام یې د نړیوالې ټولنې لپاره هم د منلو وړ نه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې مایک پومپیو د سولې په بهیر کې د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره وویل چې تلپاتې سوله د دواړو هېوادونو ګډه موخه ده.
هغه زياته کړه، په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره به د امريکا ملاتړ دوامدار وي او همدا راز د افغانانو پر وړاندې اوږدمهاله ژمنې به پر خپل ځای وي.
بلخوا د طالبانو دقطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم په ټويټر کې ليکلي چې پومپيو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره هم وليدل.
هغه زياته کړه چې په دې ليدنه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شيخ عبدالحکيم او نورو غړو هم شتون درلود.
نوموړي ويلي، په دې ليدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د شوې توافقنامې پر اهميت او هغې ته د دواړو لورو د ژمنتيا په اړه خبرې وشوې، د تور لېست ختمېدو، د پاتې بنديانو د ازادولو، همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو اړوند موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې له طالبانو او د افغان دولت له مرکچي پلاوو سره ليدلي، چې د دواړو لورو ترمنځ پر طرزالعمل موافقه شوې او ټاکل شوې ده چې په نږدې ورځو کې پر اجنډا خبرې پيل شي.
پر طرزالعمل له موافقې وروسته د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی له ولسمشر سره د مشورو لپاره کابل ته راغلى دى.
د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د سولې خبرو لپاره په دوحه د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل (مبنا) باله خو د دولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخې ته بیولو لپاره یې د اصل په توګه نور وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل.
دغه او پر ځینو نورو مسایلو اختلاف د دې لامل شو چې د طرزالعمل په اړه بحث څه باندې دوه میاشتو ته اوږد شو او وخت ناوخت به خبرې له ځنډ سره مخ کېدې او ناستې به پر خپل وخت نه ترسره کېدې.