ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پومپيو: د سولې خبرو مرکچي پلاوي دې د دايمي اوربند لپاره کار وکړي

پومپيو: د سولې خبرو مرکچي پلاوي دې د دايمي اوربند لپاره کار وکړي

author avatar
22 Nov 2020 - 09:34
پومپيو: د سولې خبرو مرکچي پلاوي دې د دايمي اوربند لپاره کار وکړي
author avatar
22 Nov 2020 - 09:34

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په قطر کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره په ليدنه کې هغوى هڅولي چې خپلو خبرو ته پراختيا ورکړي، څو يوه هر اړخيز او دايمي اوربند ته لاره هواره شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو چې د اوو هېوادونو په سفر وتلى، پرون قطر ته پر رسېدو د دغه هېواد له امير تميم بن حمد الثاني او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن سره وليدل.

له دغو ليدنو وروسته پومپيو په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو له مرکچي پلاوو سره ليدلي دي.

هغه له دغو ليدنو کتنو وروسته په خپل په ټويټر کې ليکلي چې له مذاکراتي ټيمونو سره د ليدنو پر مهال يې د هغوى د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړه.

پومپيو زياته کړې، دواړه لوري يې وهڅول چې خپلو خبرو ته پراختيا ورکړي، څو يوه هر اړخيز او دايمي اوربند ته لاره هواره شي.

بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره په ليدنه کې د مذاکراتي ټيم غړي او د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم شتون درلود.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره ‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په تېرو کلونو کې له افغانستانه د امريکا له پرله‌پسې ملاتړه مننه وکړه.

نوموړي د سولې له هوکړې وروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د مذاکره ‌کوونکي پلاوي غړو وویل چې د افغانستان خلک په هېواد کې د وروستیو دوو لسیزو لاسته‌راوړونو د ساتلو غوښتونکي دي.

دوی همدا راز زياته کړه، افغانانو ته د پنځو زرو بندیانو له خوشي کېدو وروسته د تاوتریخوالو زیاتوالی د منلو وړ نه‌ دی او دا د دوحې له هوکړه ‌لیک سره په ټکر کې بولي.

دوی زیاته کړه، خلک په هېواد کې د دایمي اوربند په هیله دي.

د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړو د ناستې پر دوام وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه اسلام ناروا بللې او همدا راز دوام یې د نړیوالې ټولنې لپاره هم د منلو وړ نه ‌دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې مایک پومپیو د سولې په بهیر کې د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره وویل چې تلپاتې سوله د دواړو هېوادونو ګډه موخه ده.

هغه زياته کړه، په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره به د امريکا ملاتړ دوامدار وي او همدا راز د افغانانو پر وړاندې اوږدمهاله ژمنې به پر خپل ځای وي.

بلخوا د طالبانو دقطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم په ټويټر کې ليکلي چې پومپيو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره هم وليدل.

هغه زياته کړه چې په دې ليدنه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شيخ عبدالحکيم او نورو غړو هم شتون درلود.

نوموړي ويلي، په دې ليدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د شوې توافقنامې پر اهميت او هغې ته د دواړو لورو د ژمنتيا په اړه خبرې وشوې، د تور لېست ختمېدو، د پاتې بنديانو د ازادولو، همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو اړوند موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې له طالبانو او د افغان دولت له مرکچي پلاوو سره ليدلي، چې د دواړو لورو ترمنځ پر طرزالعمل موافقه شوې او ټاکل شوې ده چې په نږدې ورځو کې پر اجنډا خبرې پيل شي.

پر طرزالعمل له موافقې وروسته د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی له ولسمشر سره د مشورو لپاره کابل ته راغلى دى.

د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د سولې خبرو لپاره په دوحه د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل (مبنا) باله خو د دولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخې ته بیولو لپاره یې د اصل په توګه نور وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل.

دغه او پر ځینو نورو مسایلو اختلاف د دې لامل شو چې د طرزالعمل په اړه بحث څه باندې دوه میاشتو ته اوږد شو او وخت ناوخت به خبرې له ځنډ سره مخ کېدې او ناستې به پر خپل وخت نه ترسره کېدې.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.