ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د پولیو ډېرې پېښې د دولت تر واک لاندې سیمو کې دي

کندهار کې د پولیو ډېرې پېښې د دولت تر واک لاندې سیمو کې دي

author avatar
30 Nov 2020 - 16:43
کندهار کې د پولیو ډېرې پېښې د دولت تر واک لاندې سیمو کې دي
author avatar
30 Nov 2020 - 16:43

کندهار (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۹۹): په کندهار کې که څه هم وسله والو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی، خو ډېرې مثبتې پېښې د دولت تر واک لاندې سیمو کې دي.

په کندهار کې سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو ۱۴ پېښې ثبت شوي چې ۸ یې د دولت تر واک لاندې او ۶ یې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي.

چارواکي وايي، د پولیو واکسین په تطبیق کې نور غفلت او بې پروايي د منلو نه ده او په دې برخه کې به شته ستونزې لرې کوي.

په دې اړه نن د ولایت مقام د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه چې د والي تر څنګ په کې د ګڼو کورنیو او بهرنیو اړوندو ادارو استازو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو ګډون کړی وو.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال په ټول هېواد کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوي چې ۳۸ یې یوازې په سوېلي زون کې دي.

هغه زیاته کړه، له دې جملې ۱۴ یې په کندهار، ۱۶ په هلمند، ۴ په اروزګان، ۳ په زابل او ۱ په نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دی وايي، سږ کال په کندهار کې په داسې حال کې د پولیو پېښو شمېر ۱۴ ته پورته شوی چې تېر کال په دې ولایت کې دا پېښې ۶ وې.

د ده په خبره، د دغو ۱۴ پېښو له جملې ۲ په کندهار ښار، ۳ په ژیړۍ، ۳ په شاولیکوټ، ۱ په پنجوايي، ۱ په سپین بولدک، ۱ په غورک، ۱ په نېش او ۱ هم په دې وروستیو کې په معروف ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

ده وویل، پاتې ۱۸ پېښې د هېواد په نهو ولایتونو کې دي چې ۱ په کونړ، ۱ په پکتیکا، ۲ په بادغیس، ۴ په فراه، ۲ په هرات، ۲ په بدخشان، ۱ په لغمان، ۱ په بلخ او ۵ په خوست ولایتونو ک ثبت شوې دي.

نادر خبر ورکړ چې د پولیو د مخنیوي په موخه همدا نن په کندهار کې د واکسین کمپاین پیل شو چې تر پنجشنبې به دوام وکړي.

ده وویل، کندهار ښار، دامان، ډنډ، ارغنداب او تخته پل هغه ولسوالۍ دي چې دوی ورته بشپړ لاسرسی لري، میوند، شاولیکوټ نېش، ژیړۍ، پنجوايي او سپین بولدک هغه ولسوالۍ دي چې دوی ورته په نیمه توګه لاسرسی لري.

خو ښورابک، رېګستان، معروف، ارغستان غورک، خاکرېز او میانشین هغه ولسوالۍ دي چې دوی ورته لاسرسی نه لري، هلته وسله والو طالبانو پر واکسین بندیز لګولی او د دوی کارمندان له ګواښ سره مخ دي.

د ده په خبره، په دې توګه د کندهار له ۴۵۰ کلسټره څخه یوازې ۲۵۷ کلسټرو ته لاسرسی لري چې د ټولو ماشومانو شمېر په کې ۵۶۷ زره ۸۴۶ تنه دی چې له دې جملې څخه ۳۸۵ زره ۸۹۰ ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې دي او ۱۸۱ زره ۹۵۶ ورڅخه پاتې دي.

دی وايي، په ټولیزه توګه ۶۸ سلنه ماشومانو ته د پولیو واکسین رسېږي او ۳۲ سلنې ته نه رسېږي.

د ده په وینا، په سوېل کې د پولیو د ډېرو پېښو ثبتېدل ښيي چې دغه سیمه د ماشومانو د ګوزڼ تر لوړ ګواښ لاندې ده او دغه ناروغي د سلګونو زره ماشومانو ژوند ګواښي.

خو نوموړی وايي، تر هغه چې ټولنه همکاري و نه کړي، یوازې د دوی هڅې پایلې نه ورکوي.

د کندهار والي حیات الله حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، نور د پولیسو د واکسین په تطبیق کې غلفت د منلو نه دی.

د ده په خبره، له یوې خوا خلک د جګړې قربانیان دي او له بلې خوا بیا ماشومان د پولیو قربانیان دي.

د هغه په وینا، له بده مرغه په کندهار کې د پولیو ډېرې پېښې په هغو سیمو کې دي چې د دولت تر واک لاندې دي او هر ډول امکاناتو ته په کې لاسرسی شته.

حیات په نننۍ غونډه کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې پر جدي کار ټینګار وکړ او پرېکړه یې وکړه چې شاوخوا ۲۲ دولتي او غیردولتي ادارې چې بېلابېل ریاستونه او نور په کې شامل دي د پولیو د واکسین په کمپاین کې برخه اخلي او هره میاشت به د هغږۍ غونډې کوي.

دغه راز ده پرېکړه وکړه چې له همدې ارګانونو به یوه کمېټه جوړوي او که چېرې د پولیو واکسین په تطبیق کې ستونزې وي، هغوی به یې حلوي.

د کندهار ښار د ۱۳مې ناحیې د ۶ ګذرونو وکیل عبدالشکور پژواک اژانس ته وویل، له بده مرغه ان خلک په کندهار ښار کې واکسین ردوي او خپلو ماشومانو ته یې نه ورکوي.

هغه زیاته کړه: ((موږ ته طالبانو کله هم ګواښ نه دی کړی، خو هغو خلکو په وار وار ګواښلي یوو چې دولتي کارکوونکي او مامورین دي، وايي زموږ کورونو ته مه راځئ، واکسین مه راوړئ، دا حرام دي.))

نوموړی له ولایتي ادارې غوښتنه کوي، تر هغه چې دغه راز ستونزې حل نه شي نو د دولت تر واک لاندې سیمو کې به هم ماشومان له واکسینه بې برخې وي.

په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

چارواکي له خلکو او په ځانګړې توګه له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د واکسین پروګرامونو پر وړاندې د ستونزو جوړولو پر ځای دې د ماشومانو د ژغورلو په موخه د دغو پروګرامونو د سم تطبیق په موخه همکاري وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.