کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۹): ولسمشر غني وايي، دولتي، نادولتي ارګانونه او خصوصي سکتور دې خپل باقيات د ۱۳۹۹ کال له پای ته رسېدو مخکې تادیه کړي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي عوایدو عالي بورډ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، لوی څارنوال، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د چارو ادارې لوی ريیس او د مالیې وزارت یو شمېر مسوولینو حضور درلود، د هېواد له عایداتي منابعو د عوایدو راټولولو په برخه کې ټاکل شوې موخې ته د رسېدو او د هغو د ننګونو او ستونزو او د افغانستان حکومت مالي تعهداتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
سرچينه کاږي، په پیل کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین محمد عیسی قدرت په ۱۳۹۹ کال کې د عوایدو راټولولو په خاطر د تعیین شوو موخو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین د ملي عوایدو بورډ ایجادول، مهم ګام وباله او د هغو کمبودیو او ننګونو په برخه کې چې د عوایدو راټولولو لپاره د ټاکل شوو موخو ترلاسه کولو پر وړاندې خنډ ګرځي، همدا راز یې د هغو د حل لارو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
هغه څرګنده کړه، څرنګه چې تمه کېده موږ په ۱۳۹۹ کال کې د عوایدو راټولولو تعیین شوی هدف نه دی ترلاسه کړی. نوموړي د خصوصي او دولتي شرکتونو او ارګانونو له لوري په موقع د مالیاتو نه ورکول، د هېواد پر اقتصاد د کرونا ویروس منفي اغېزې، د کرنتین ورځې او د دغه ویروس د لومړۍ څپې پر مهال د افغانستان د عمده بندرونو تعطیلي، د هغه عمده لاملونه یاد کړل.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین وویل، د عوایدو راټولولو پر وړاندې د فساد موجودیت یو له عمده ننګونو څخه دی چې باید پر ضد یې مبارزه وشي .
ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، مالیې وزارت او اړوند ادارې په ځانګړي ډول د ملي عوایدو بورډ باید په ۱۳۹۹ کال کې د تعیین شوو عوایدو راټولولو په خاطر د موخو ترلاسه کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
ده زیاته کړه، د عوایدو په برخه کې دې د مالیې وزارت اجراات چټک شي او دولتي، نادولتي ارګانونه او خصوصي سکتور دې خپلې باقي دارۍ د ۱۳۹۹ کال پای ته رسېدو وړاندې تادیه کړي.
نوموړي اړوندو بنسټونو ته جدي لارښوونه وکړه چې ټول یاد خنډونه او ننګونې په جدي توګه و ارزوي او په ادارو کې شته ستونزې او موانع چې د عوایدو راټولولو پر وړاندې موجود دي، لرې کړي.
غني د خپلو خبرو په پای کې لوی څارنوالۍ، مالیې وزارت او د ملي عوایدو عالي بورډ ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د فساد اړوند تورونه په جدي توګه و ارزوي.
هغه د دې ډول جدي ارزونې لپاره د مشخصو پلاوو د ګومارلو پر مهال په ټینګار سره وویل: حکومت به له خلکو او بین المللي ټولنې سره د خپلو ژمنو په پام کې نیولو په دې برخه کې هېڅ راز نرمښت ونه کړي.