ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره بشپړ چمتووالى لري

دفاع وزارت: افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره بشپړ چمتووالى لري

author avatar
11 Jan 2021 - 18:31
دفاع وزارت: افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره بشپړ چمتووالى لري
author avatar
11 Jan 2021 - 18:31

مزارشريف (پژواک، ۲۲مرغومی ۹۹): د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې افغانان دې د شته نظام د ساتلو برخه کې د افغان ځواکونو پر وړتيا هېڅ ډول شک او اندېښنه نه کوي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال شامحمود مياخېل د مرغومي په ۲۲مه، د شمال زون ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان د معرفي کېدو په مراسمو کې همدا راز وويل، چې افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره بشپړ تياری لري.

د ملي دفاع وزارت د نوي حکم له مخې،ارکانحرب تورنجنرال مصطفی وردګ د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان په توګه رسما معرفي شو.

دغو مراسمو ته د ملي دفاع وزارت مرستيال شامحمود مياخېل په خپلو خبرو کې وويل، چې تغير  او تبديل د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په موخه ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې افغان ځواکونه د سولې او جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو ټينګار يې وکړ، چې روانه جګړه د افغانانو په ګټه نه ده.

د هغه په وينا، افغان ځواکونه د هېوا له خلکو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د ساتنې پوره وړتيا لري او په دې تړاو دې هېڅوک شک نه کوي.

مياخېل وويل: (( زموږ خلک نور جنګ نه غواړي؛ خو زموږ ځواکونه هم د سولې او هم جګړې لپاره چمتو دي، زه ټولو افغانانو ته دا ډاډ ورکوم، چې امنيتي ځواکونه له شته نظام څخه د ساتنې بشپړ چمتووالی او وړتيا لري)).

نوموړي د وضعيت کابو کولو برخه کې د سيمه ييزو ملکي او پوځي ادارو تر منځ پر لا ډېرې همغږۍ ټينګار وکړ.

په ورته مهال شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو پخواني قوماندان ارکانحرب تورنجنرال هيبت الله عليزي مراسمو ته په خپلې وينا کې وويل، چې تېر کال شمالي ولايتونه د سختو جګړو شاهدان وو.

هغه زياته کړه، سره له دې چې له تېرو لسو مياشتو راهيسې شمال زون کې ټول هوايي عمليات د افغان ځواکونو پر غاړ شوي؛ خو بيا هم وضعيت مهار شوی دی.

د عليزي په خبره، دمګړۍ په شمال ولايتونو کې د ملي پوځ ليکو ته د ځوانانو ورتګ د پخوا په څېر په نورمال ډول روان دی.

هغه د سيمه ييزې اردو جوړېدو او په سيمو کې ځای پر ځای کېدو اغېز هم مثبت ياد کړ.

له دې سره د شاهين قول اردو لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان ارکانحرب تورنجنرال مصطفی وردګ وايي، چې د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی او طالبان بايد ګټه ترې پورته کړي.

د هغه په وينا، دوی نه غواړي، چې روانه جګړه دوام پيدا کړي؛ خو زياته يې کړه چې دوی به په هر ډول حالاتو کې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا او د خلکو له ځان او مال څخه ساتنه کوي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د خلکو په مرسته به په شمال زون کې دولتي حاکميت ته پراختيا ورکوي.

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.