ښرنه (پژواک، ٤ سلواغه ٩٩): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي چې د سقوط شويو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره جدي هڅې کوي او کوچنۍ پوستې هم په لويو پوځي مرکزونو بدلوي.
دغه څرګندونې د پکتيکا نوي امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران د خپل کار د پيل په لومړۍ ورځ خبريالانو ته وکړې.
کامران وايي چې د دغه ولايت د سقوط شويو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره جدي هلې ځلې کوي.
دا مهال د پکتيکا د درېيو ولسواليو اومنه، ګيان او نکې کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
کامران دا هم وويل چې په لويو لارو او ځينو نورو سيمو کې به کوچنۍ امنيتي پوستې په لويو پوځي مرکزونو بدلې کړي.
دى وايي چې د امنيتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، له خلکو سره ښې اړيکې او له اداري فساد سره جدي مبارزه يې کاري لومړيتوبونه دي.
بل لورته د ښرنې اوسېدونکي ملک خان مير پژواک ته وويل که چېرې امنيتي ارګانونه امنيت تامين کړي او له خلکو سره هم ښې اړيکې ولري،نو خلک به هم له امنيتي ارګانونو سره خپله همکاري جاري وساتي.
همدرانګه د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي نياز خان پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه بايد د لويو لارو امنيت خوندي کړي.
هغه وايي: ((زموږ ډېر مشکل په لويو لارو کې دى،که امنيتي ځواکونه دا امنيت کړي، د سقوط شويو ولسواليو نيول هم ورته اسانه کار دى.))
د يادونې ده چې سمونوال لطف الله کامران تر دې وړاندې د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر په توګه دنده ترسره کوله.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن