Language

غزني ښار کې پخوانى متقاعد ډګروال قومي مشر ووژل شو

غزني ښار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩) : نامعلومو وسله والو کسانو په غزني ښار کې يو تن پخوانى متقاعد ډګروال قومي مشر وژلى دى.

د غزني ولایت ویاند واحد الله جمعه زاده د سلواغې په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن ماښام د غزني ښار څلورمې حوزې اړونده د قلعه نو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، نامعلومو وسله والو کسانو هغه مهال عبدالرازق ووژل ، کله چې نوموړی خپل کور په لوري روان و.

جمعه زاده وایې په سیمه کې د پولیسو پلټنې روانې دې.

د هغه په وينا، عبدالرازق اندړ هیڅ کومه حکومتي دنده نه درلوده او یو قومي مشر وو

Related Topics