Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا: طالبانو د تړون له مخې نه تاوتریخوالی کم او نه القاعدې سره اړیکې پرې کړي

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۹): د امریکا دفاع وزارت وايي، افغان طالبان د تاوتريخوالي کمولو او القاعدې سره د اړيکو پرېکولو په ګډون له امریکا سره د سولې تړون کې پر خپلو ژمنو نه دې درېدلي.
دغه خبرې د پنټاګان يا دفاع وزارت وياند جان کربي، پرون (پنجشنبه) په ډاګه کړې دي.
ده زياته کړې، سره له دې چې طالبان پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي، خو دوی هڅه کوي چې په خبرو ولاړه حل لاره پيدا کړي.
د هغه په وينا، د جوبایډن په ولسمشرۍ د امریکا نوی حکومت د دغه هېواد او افغان طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوي تړون ته ژمن دی.
د سولې دغه تړون نږدې يو کال وړاندې (د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه) د قطر په دوحه کې لاسلیک او له مخې یې د روان کال د وږي په ۲۲مه د سولې بین الافغاني خبرې هم دوحه کې پیل شوې.
په دې تړون کې راغلي چې طالبان به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، افغانستان کې به تاوتریخوالی ډېر کموي او له افغان حکومت سره به د سولې خبرې کوي. په مقابل کې امریکا هم ژمنه کړې چې افغانستان کې به خپل ځواکونه کموي او د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې ټول سرتېري وباسي.
د کربي په خبره، دې تړون کې د امریکا د ژمنو په هکله بدلون نه دی راغلی.
ورته مهال د پنټاګان وياند فرانس خبري اژانس ته ویلي: “طالبان د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده سره د اړیکو پرې کولو پر ژمنو نه درېږي؛ که حالات داسې وي، د خبرو پر مېز کسانو ته به کار سخت وي او په حقیقت کې خبرې به هوښیارانه کار نه وي.”
د هغه په حواله، امریکا په افغانستان کې له خپلو۲۵۰۰ سرتېرو سره ستونزه نه لري. دا سرتېري افغانستان کې د داعش او القاعده سره د مقابلې لپاره بس دي.
نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې تر مې مياشت پورې به له افغانستان څخه د امریکا ټول سرتېري ووځي که نه، خو زیاته یې کړه: “زه د طالبانو مشرانو ته وایم چې معقولو، دوام وړ او باوري خبرو ته د دوی نه ژمنتیا د امریکايي ځواکونو د شمېر په هکله وروستۍ پرېکړه سختوي.”
دا مهال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته را کم شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو نوي وزير انتوني بلينکن، پرون له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيلفوني خبرو کې ويلي و، د معنا لرونکې او پايداره سولې ټينګښت چې د دوی اساسي او هر اړخيز هدف دی، ملاتړ کوي او کوښښ کوي دايمي اوربند ټينګ شي.
ده زياته کړې: “زموږ ګډ هدف خپلواک، متحد او ډيموکراتيک افغانستان دی او د پایداره سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره به په سيمه کې خپلو ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړو.”

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.