لښکرګاه (پژواک، ١١ سلواغه ٩٩): حکومتي مسوولين د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو پوځي کمېسيون د مسوول او سرې قطعې قوماندان په ګډون د ٣٣ طالبانو وژلو کېدو ادعا کوي خو طالبان بيا وايي چې حکومتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول نواب شاه ځدراڼ د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په ناوې ولسوالۍ کې د ځمکې او هوا له لارې عمليات شوي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې د ناوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي کمېسيون د مسوول عبدالولي، د سرې قطعې مرستيال مولوي عتيق الله او د يوه بل مهم قوماندان عبدالخالق په ګډون ٣٣ طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عملياتو پر مهال د طالبانو درې موټر او ٢٨ ميله وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
ځدراڼ په يادو عملياتو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې د ناوې په ولسوالۍ عمليات روان دي چې په ترڅ کې يې د پام وړ پرمختګ شوى دى.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.
خو بل لور ته طالبان بيا په ناوې ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو د وژلو ادعا کوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د ناوې ولسوالۍ په فارم سيمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٩ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو ټانګ او يو شمېر وسلې يې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په کندوز کې پنځه طالبان نيول شوي دي.
په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د کندوز ښار په بېلابېلو سيمو کې عمليات شوي دي.
سرچينه وايي چې د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال طالبان له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.