کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۹): ولسمشرۍ ریاست وايي چې کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې درېیمه طرحه تایید کړه.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي چې کابینې د بدلون په راوستو سره د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه تایید کړې ده.
هغه هیله څرګنده کړه چې دغه طرحه د جرګې د استازو له خوا تصویب شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال په درېیمه طرحه کې د تغییراتو په اړه توضیحات ور نه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې دوه ځلې د ۱۴۰۰ لمریز مالي کال ملې بودجه د توازن نه لرلو له امله د رایو په اکثریت کې رد کړې ده.
د یادونې ده، د ماليې وزارت تر دې دمه د دولتي کارمندانو معاشونه د ملي بودجې د نه تصویب له امله نه دي ورکړي او ډېری دولتي چارواکي په دې اړه شکایت کوي.
Views: 536
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن