کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٩) : د ماليې وزارت سرپرست د کابينې غونډې ته ويلي چې د بودجې په درېيمه مسوده کې د ملي دسترخوان پروګرام حذف شوى.
له ارګ څخه د سلواغې په ١٥مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست او د یاد وزارت د بودجې لوی ريیس محمد خالد پاينده د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې درېیمه مسوده غونډې ته وړاندې کړه.
هغه زیاته کړه د ولسي جرګې له لورې د بودجې د رد دلایلو ته د رسېدګۍ او د ملي شورا د اندېښنو د حل په موخه د ملي بودجې په درېیمه مسوده کې ځینې کمونې او زیاتونې راغلي دي.
د سرچينې په وينا، د لیندۍ د ۱۴ نیټې د کابینې غونډې ۲۴ مصوبې د لارښوونې مطابق د بودجې د اجرا په اصولنامه کې مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مکلف شوي وو چې د معاشاتو پر نوې طرحې کار وکړي.
نوموړي وويل، همداراز د معاشونو طرحې د تطبیق لپاره جلا کوډ هم رامنځته شوی او له هغو تنقیصاتو څخه چې د NTA په برخه او د اجناسو او خدمتونو په (۲۲) کوډ کې ترسره شوي (۱،۷) میلیارد افغانۍ مختص شوي او د معاشاتو په نوې طرحه کې به د معاشونو پر زیاتوالي سربېره د ښوونکو او مامورینو لپاره د مسکن برابرولو موضوع هم په پام کې ونیول شي.
د ماليې وزارت سرپرست وويل، چې د بودجې په درېیمه مسوده کې د ملي دسترخوان برنامه حذف شوې او د ملي بودجې د لازیاتې روڼتیا په خاطر د جمهوري ریاست ملي پراختیا ملاتړي او عملیاتي واحد پروژو ټول جزئیات د بودجې په سند کې درج شوي او د ناسم پوهاوي د رفع کولو او بودجې د لاښه مدیریت په موخه د بودجې په اصولنامه کې عملیاتي واحد ته د پلان جوړولو او څارنې رول ورکول شوی دی.
د بودجې عمومي ريیس وویل، د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې درېیمه مسوده کې ټوله بودجه (۴۷۳،۰۴۱) میلیارد افغانۍ ده چې له جملې یې (۳۱۱،۳۰۴) میلیارد افغانۍ عادي او (۱۶۱،۷۳۷) میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه ده او د بودجې کسر له پور او ریزرفي وجوه څخه تمویلېږي.
سرچينې زياته کړې، کابینې له بحث او غور وروسته د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې درېیمې مسودې طرحه تصویب او مالیې وزارت موظف کړ چې د ملي شورا له لارې د هغې د پړاوونو بشپړولو په موخه، عاجل اقدام وکړي.
Views: 745
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP