Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ښار (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۹): خوست کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه سربند او استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې.

دا پروژه د مرکز اړوند د شمل رسول محمد په کلي کې د اوبو د تنظیم ملي ادارې له لوري پلې کېږي چې په راتلونکو اتو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د خوست شمل خرم فرعي دریايي حوزې رييس انجنير زين الله نسيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سربند او استنادي دېوال په تکمیل سره به د شاوخوا درې زره جريبه کرنيزې ځمکې خړوبېدو ترڅنګ په دې سيمه کې هغه ژرندې هم فعالې شي چې سل کاله پخوا جوړې شوې دي.

نوموړي همدا ډول د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د یادې پروژې کارونه به په ښه کیفیت ترسره شي او هره اوونۍ به يې د کیفیت چارې د لابراتوار له لارې ارزيابي کوي.

دی وايي: ((د دې کانال اوږدالی ۱۷۵ متره او عرض یې ۳۰ متره دی، کله چې ۲۵ متره مکعب کار کېږي، هغه به درول کېږي او ټیسټ به یې کېږي، که چېرې کار سم روان و، اجازه ورکول کېږي او که ناسم و، بېرته به یې له سره کوي.))

د سیمې یو اوسېدونکی عرفان وایي، د دغه سربند او استنادي دېوال په جوړېدو سره به يې هغه کرنیزې ځمکې ابادې شي چې د اوبو د نه شتون له امله کلونه کلونه شنډې وې.

هغه زياتوي: ((هیڅ امکان نه و چې موږ دې خپلو ځمکو ته اوبه راجګې کړو، خو د دغه کانال جوړېدل به اوس د رسول محمد کلي په نوم ژرندې، د برق کوچنی سیستم او همداشان د ځمکو په وخت خړوبولو کې ډېر اغېزناک ثابت شي.))

د امیر محمد تڼي په نوم یوه کروندګر بیا له پژواک اژانس سره خبرو کې له مسوولینو غوښته وکړه چې د دې پروژې چارې په ښه کیفیت ترسره کړي.

هغه وایي، که چېرې دغه سربند او استنادي دېوال په ښه ډول جوړ شي، ګټه يې راتلونکو نسلونو ته پاتې کېږي.

هغه وایي: ((دا اوبه به تر لټکو کلي پورې ورسېږي چې د زرګونه جریبه ځمکې خړوبولو ترڅنګ به بزګرانو ته هم زیاته ګټه ولري، خو له اړوند مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې کارونه یې په ښه کیفیت سرته ورسوي.))

د شمل خوړ پر غاړه زرګونه هکتاره ځمکه ده چې ډېرې برخې ته یې اوبه نه رسېږي، خو د سیمې د خلکو په وینا، که چېرې له دغه خوړ څخه په مناسبو ځایونو کې کانالونه پورته شي، نه یوازې چې خوړ ته ور لاندې دښتې به ابادې شي، بلکې د هغو موسمي ډېرو اوبو مخه به هم نیول شوي وي چې پرته له ګټې اخیستنې له کرښې هغې خوا ته اوړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.