کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٣٨٦ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د سلواغې په ٢٠ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٩٠٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٧ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٣٨٦ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٩ کسان په هرات، ٤ په بلخ، ٣-٣ په کندهار او کاپيسا، ٢-٢ په کابل، ننګرهار او بادغيس او ١-١ هم لغمان او غور ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يو کس له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوى چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤٨٠٤٢ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړ شوى چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٤١٤ ته ورسېد.
کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ، خو په دې وروستيو کې د کرونا نوې بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.
د کرونا ويروس د نوې بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن