کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۹): امنیتي سرچینې وایي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزي امر محمدزی کوچی او د هغه دوه ساتونکي نن سهار په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار له بره کي څلورلارې سره هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه ښار پنځمې امنیتي حوزې د امر موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په یاده ساحه کې د چاودنې رامنځته کېدل تایید کړي دي.
فرامرز وایي، پر یوه لنډکروزر موټر چاودنه شوې چې په پایله کې یې ۲ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
خو نوموړي د پنځمې امنیتي حوزې د امر وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادو چاودنو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
د دې پېښو په اړه وروستي جزئیات له پژواک سره تعقیب کړئ.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې په یوه چاودنه کې د بهرنیو چارو وزارت یو موټر چلوونکی او پنځمه حوزه کې په یوه وسله وال برید کې، د ورګو ولایت د کلیو پراختیا ریاست څلور کاکوونکي ووژل شول.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار د ماین چاودنې ډېرې شوې چې له امله یې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP