Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزار کې ١٠٤ ښارګوټي په ناقانونه توګه د غصب ځمکو کې جوړ شوي

مزارشريف ( پژواک،٢٣سلواغه، ۹۹) : د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي وايي چې مزارشريف ښار کې د ۱۶۰ ښارګوټو له ډلې، ۱۰۴ ښارګوټي په ناقانونه توګه پر غصب شويو ځمکو جوړ شوي دي.

نوموړي د سلواغې په ۲٣مه، د بلخ له امنيه قوماندان او يو شمېر نورو سيمه ييزو چارواکو سره ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې د غصب شويو ځمکو د بېرته را ګرځولو لپاره يې جدي هڅې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، د بلخ سيمه ييزې ادارې تېره اوونۍ څه باندې پنځلس زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځوله، چې په تړاو يې ۲۹ تنه غاصبين هم له نيول کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د بلخ والي وويل چې مزارښار کې په ناقانونه توګه او په غصب شويو ځمکو کې د ۱۰۴ ښارګوټو د بېرته استرداد لپاره يې منظم پلان جوړ کړی او ژر به يې عملي چارې پيل کړي.

عظيمي وايي، د ولسي جرګې او ولايتي شورا ځيني غړي، سيمه ييز پېژندل شوي اشخاص او پخواني قوماندانان بلخ کې د ځمکو د غصب تر شا لاس لري.

نوموړي زياته کړه چې مزارشريف کې د امنيتي ميثاق په پلي کېدو سره د جرمونو تعداد تر ټولو ټيټې کچې ته راکښته شوی دی.

عظيمي وويل، په بلخ کې د نهه کلن عبدالرووف په ګډون ډېری تښتول شوي کسان د طالبانو تر لاس لاندې سيمو ته لېږدول کېږي؛ نو ځکه يې د بېرته راخلاصولو موده اوږدېږي.

په ورته مهال د بلخ د عدليې رييس امين الله اميني هم په دغه ولايت کې د ځمکو غصب يوه لويه او جنجالي موضوع ګڼي.

نوموړي ومنله چې د ځمکو د لويو غاصبينو په نيولو کې تر اوسه اړوندې ادارې نه دي بريالۍ شوې.

د عدليې رييس وويل: (( هغو کسانو چې سلګونه او زرګونه جريبه ځمکې غصب کړې او په ناقانونه توګه يې ښارګوټي جوړ کړي، له بده مرغه په داسې ځايونو کې دي، چې موږ يې تر اوسه په اړه حتی دوسيې هم نه دي خلاصې کړي؛ ځکه مسوولو مراجعو يې په اړه موږ ته مراجعه نه ده کړې)).

د هغه په وينا، په تېر کال کې ۶۲۳ د غصب قضيې دوی ته راجع شوي، چې له ډلې يې ۲۷۱ قضيو باندې محکه کې اقامه دعوا شوې د.

د عدليې رييس زياتوي، تر دې مهاله ۲۳ قضيې د دولت په ګټه فيصله شوي او پاتې نورې د اجرا په حال کې دي.

هغه زياتوي، د غصب شويو ځمکو د بېرته استرداد لپاره افغان حکومت نوې مقرره جوړه کړې او د يادې مقررې په نهايي کېدو سره به دوی وتوانېږي چې  لويو او زورورو غاصبينو ته هم دوسيې جوړې کړي.

په دغه خبري کنفرانس کې د بلخ امنيه قوماندان سيد معراج الدين سادات د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په تړاو معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل، دمګړۍ د بلخ په يو شمېر نا امنو سيمو کې له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ تصفيوي عمليات روان دي.

د سادات په خبره، د بلخ – جوزجان لويې لارې د امنيت ټينګښت لپاره هم عمليات پيل شوي چې ډېر ژر به دغلته لسګونه تازه دمي سرتېري هم ځای پر ځای شي.

نوموړي زياته کړه، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې يې له مزارشريف ښار څخه ۴۰ کسان د غلاوو، وژنو او تښتونو په تور نيولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.