کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې پر لويو لارو د باج اخيستنې له امله ١٨٦ پوليس له دندو ګوښه شول.
د کورنيو چارو وزارت طارق ارين د سلواغې په ٢٩مه، پژواک اژانس ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت د ترانسپورتي ټولنو او موټر لرونکو هغه اندېښنې چې د لویو لارو پر مسير يې د باج اخیستنې له امله درلودې، تر دې دمخه يو لړ اصلاحي اقدامات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د دستور پر بنسټ، ۱۸۶ د پولیسو هغه پرسونل چې په اړه يې شکایتونه شوي وو، له خپلو دندو ګوښه او د پېژنتون فعال احتياط ته ور پېژندل شوي دي.
ارين وايي، د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي هم نن د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته يو ځل بیا په ټینګار سره لارښوونه وکړه، څو د لویو لارو په مسیر کې د اصلاحاتو د لا تقویې په پار له ترانسپورتي شرکتونو او ملي سوداګرو سره د همغږۍ ګډې غوندې ترسره کړي. دى وايي، په همدې حال کې؛ د کندهار، زابل، فاریاب، بادغیس، سمنګان او بامیان ولایتونو امنیه قوماندانانو نن د ترانسپورتي ټولنو له چارواکو او ملي سوداګرو سره وکتل او د لویو لارو پر مسیر یې د باج اخیستنې په تړاو د دوی ستونزې او اندېښنې واورېدې.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، د یادو ولایتونو امنیه قوماندانانو د ترانسپورتي ټولنو مسوولینو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې هغه کسان به له خپلو دندو ګوښه شي، چې د لویو لارو پر مسیر په باج اخیستنې لاس پورې کوي.
طارق ارين وايي، هغه هېوادوال چې پر لويو لاريو د پوليسو له سرغړونو سره مخ کېږي، د ١١٩ ځآنګړې شمېرې سره اړيکه ونيسي.
د يادونې وړ ده چې ټرانسپورټرانو له تېرو دوو اونيو راهيسې په ټول هېواد کې د پوليسو لخوا د اخاذيو پر ضد کاربنديز کړى ، چې له امله يې د توکيو بيې هم لوړې شوې دي.
Views: 419
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP