ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په هر سل زره ولادتونو کې ۶۳۲ مېرمنې ژوند له لاسه ورکوي

افغانستان کې په هر سل زره ولادتونو کې ۶۳۲ مېرمنې ژوند له لاسه ورکوي

author avatar
24 Feb 2021 - 16:24
افغانستان کې په هر سل زره ولادتونو کې ۶۳۲ مېرمنې ژوند له لاسه ورکوي
author avatar
24 Feb 2021 - 16:24

مزارشريف ( پژواک، ۶کب، ۹۹) : افغانستان کې د ولادي نسايي ډاکټرانو ټولنې مسوولين وايي، چې لا هم په هېواد کې د زېږون پر مهال د ميندو مړينه ټکان ورکوونکې ده.

د يادې ټولنې مشرې نجما سما شفاجو د کب په ۶مه، مزارشريف کې د شمالي ولايتونو د نسايي ولادي ډاکټرانو ظرفيت لوړولو سمپوزيم پر مهال پژواک ته وويل، چې د ولادتونو تر منځ د وقفې نشتون، نا امني، د لارو خرابولی، فقر او يو لړ نورې ټولنيزې ستونزې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې لوی لاملونه دي.

هغې زياته کړه، د قابله ګانو د ظرفيت لوړولو په موخه يې يوه لړۍ پيل کړې چې لومړی به يې د زونونو په کچه پلې کړي.

نوموړې زياتوي چې په دغه سمپوزيم کې د ولادي نسايي ناروغيو او زېږون پر مهال له ميندو سره د اړينو مرستو په تړاو ښځينه ډاکټرانو ته د پرېزينتېشن له لارې روزنه ورکول کېږي.

شفاجو وايي: (( اوس هم په افغانستان کې په هرو سل زره ولادتونو کې ۶۳۲ مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې دا شمېر اوس هم ټکان ورکوونکى دى)).

د هغې په وينا، په کلیوالي سيمو کې بايد کورنيو ته د ولادتونو تر منځ د وقفې رامنځته کېدو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي.

د سمنګان ولايت د روغتون د ولادي نسايي روغتون يوې ډاکټرې چې په دغه سمپوزيم کې يې ګډون کړی، پژواک ته وويل چې ورته پروګرامونه له ډاکټرانو سره مرسته کوي څو خلکو ته اغېزناکه روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

د هغې په وينا، په ښارونو کې څه نا څه ستونزې کمې شوي؛ خو په کليوالي سيمو کې لا هم نسايي ولادي ستونزې په لوړه کچه کې دي.

نوموړې وايي: (( د سمنګان په ګڼو ولسواليو کې اوس هم ميندې د زېږون پر مهال د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي، په ډېری سيمو کې جګړه او لارې هم خرابې دي. خلک نه شي کولای چې پر خپل وخت ميندې روغتون ته ورسوي)).

هغه له حکومته غواړي چې کليوالي سيمو ته خپله پاملرنه زياته کړي.

بلخ ولايت کې د نسايي ولادي ناروغيو متخصصه ماري داودي پژواک ته وايي چې په مزارښار کې د زېږون پر مهال د ميندو مړينه کمه شوې ده.

هغې وويل چې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې په مزارشريف کې ۳۰ مېرمنې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.

نوموړې که څه هم د سږ کال ارقام پژواک سره شريک نه کړل؛ خو ويې ويل چې پېښې کمې شوې دي.

د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو د انجمن مسوولين وايي، چې له بلخ وړاندې يې په کابل او ننګرهار کې هم ورته پروګرامونه جوړ کړي او له دې وروسته به نور ولايتونه هم تر خپل پوښښ لاندې ونيسي.

Views: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.