Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رحماني: طالبان د جګړې ختمول نه، بلکې د واک ترلاسه کول غواړي

رحماني: طالبان د جګړې ختمول نه، بلکې د واک ترلاسه کول غواړي

author avatar
28 Feb 2021 - 16:18
رحماني: طالبان د جګړې ختمول نه، بلکې د واک ترلاسه کول غواړي
author avatar
28 Feb 2021 - 16:18

دوشنبه ( پژواک، ۱۰ کب ۹۹): د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني وايي چې طالبان د سولې لپاره اراده نه لري او له تاجکستان څخه يې وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د سولې بهير يوې پايلې ته ورسېږي.

نوموموړي دغه څرګندونې نن د کب په ١٠مه، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د افغان کډوالو له استازو سره په ليدنه کې وکړې.

په دغې ناسته کې چې د افغانستان سفير محمد ظاهر اغبر هم شتون درلود، د ولسي جرګې رييس وويل چې طالبان د سولې لپاره اراده نه لري او په افغانستان کې هره ورځ تاوتريخوالی مخ پر زياتېدو دی.

ده زياته کړه، د طالبانو پلاوي د دې پرځای چې د سولې په اړه بحثونه وکړي، نورو هېوادونو ته په سفرونو وتلي وو.

د رحماني په وينا، وسله وال طالبان د پسرلني جنګ لپاره په چمتووالي بوخت دي، خو  امنيتي ځواکونه به يې په کلکه دفاع وکړي.

د ولسي جرګې رييس وويل، افغانان هغه سوله غواړي چې د ټولو حقونه په کې خوندي وي.

ده وويل چې تاجکستان ته يې د سفر موخه له ترهګرۍ سره د دواړو هېوادونو ګډه مبارزه ده او د تاجکستان له چارواکو به وغواړي چې پر طالبان فشار راوړي ترڅو سولې ته حاضر شي.

هغه وويل، طالبان يواځې واک ترلاسه کول غواړي نور نه غواړی چې د جګړې دغه ټغر ټول شي.

رحماني وايي، د هېواد يو شمېر چارواکي په سفرونو بوخت دي ترڅو د سولې لپاره يوه سيمه ييزه اجماع را منځ ته کړي.

په تاجکستان کې افغان سفير محمد ظاهراغبر وويل چې تاجکستان تل د افغانستان له ټولو چارو ملاتړ کړی او دغه اړيکې بايد نورې هم پياوړې شي.

ده زياته کړه چې د ولسي جرګې د رييس دغه سفر به د افغانستان او تاجکستان ترمنځ يوه نوې لاره پرانيزي او د دواړو هېوادونو په اړيکو به مثبت اغېز لري.

ده همدا راز وويل چې د تاجکستان ولسمشر او ټولو وګړو يې تل په ډاګه کړې چې له افغانانو سره ديپلوماسي اړيکې نه لري بلکې تاجکستان د افغانانو دويم کور دی.

په تاجکستان کې د افغان محصلينو استازي عبدالمجيد احمدزي هم د ولسي جرګې له دغه پلاوي څخه وغوښتل چې د افغانستان او تاجکستان هېواد اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

هغه زياته کړه، د خپلو افغانانو په درد او رنځ پوهيږي او د ولسي جرګې له غړو يې وغوښتل چې د سولې بهير د بريا لپاره هلې ځلې وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.