کابل (پژواک، ۱۳ کب ۹۹): ناپېژاندو وسله والو نن سهار د کندوز علماوو شورا پخوانی رییس او د کابل عربي دارالعلوم استاد مولوي فیض محمد فایض جومات ته د تلو پر مهال وژلی دی.
د کابل امینې قوماندانۍ ویاند د دغه خبر ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند د جکشن واټ په سیمه کې شوی دی.
هغه وایي، د یاد برید په اړه پلټنې پیل شوې او په تړاو یې تر اوسه څوک نیول شوي نه دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د عالمانو، مدني فعالانو او خبریالانو وژنې ډېرې شوې چې هېڅوک یې مسوولیت پر غاړه نه اخلي.
په ننګرهار کې د یوه خصوصي ټلوېزیون د درېیو ښځینه کارکوونکو، د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار او د سلواغې په ۳۰مه د یوه عالم وژل کېدل د هدفي وژنو وروستۍ پېښې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن