کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۹): حکمتيار د لنډمهال حکومت جوړېدو لپاره د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کوي او وايي که يې غوښتنې ونه منل شي، په کابل او ولايتونو کې په لاريونونه وکړي.
دغه څرګندونې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د کب په ۱۴مه کابل کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
حکمتیار وويل چې د لنډمهال حکومت لپاره باید رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره شي څو د ولس رښتیني استازي په کې وټاکل شي.
نوموړی وايي چې د افغانستان موجوده سیاسي ګوندونه د افغانستان د ټولو قومونو استازيتوب نه شي کولاى او بدلون ته اړتيا لري.
دغه راز نوموړي سبا (جمعې ورځ) په کابل کې د حزب اسلامي پلويانو له لوري د يوه ستر لاريون د ترسره کولو خبر هم ورکړ.
هغه وویل چې پر دغو لاریونونو يې ډېر کار کړى او په دې تړاو يې له شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو سره غونډې کړې دي.
د حزب اسلامي مشر وایي، څوک چې د اوږدې جګړې حوصله لري، هغوی کولای شي پرله پسې لاریونونه هم ترسره کړي.
هغه ټينګار وکړ، که يې غوښتنې ونه منل شي، په کابل او ولایتونو کې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.
هغه وویل، د لاریونونو لړۍ به تر هغه پورې روانه وي، څو په هېواد کې اوسنى دردناک وضعیت، جنګ، ناامني، هدفي ترورونه او اوسنی خونړی بحران پای ته ورسېږي.
حکمتیار زياته کړه: ((دولت راته دروغ ویلي او فریب یې راکړى، موږ ډېره حوصله وکړه، نن مجبوره شوي یو او که څوک بديله لار لري چې هېواد له دې حالت څخه وباسى، راته دې وښيي.))
هغه وایي، واکمنان دې د سولې له مخالفته لاس واخلي، افغان ولس هیچا ته دا حق نه ورکوي چې د سولې مانع شي او په خپلو شخصي غوښتنو پورې یې مشروط کړي.
د هغه په وینا، امریکا او طالبان دې د دوحې معاهدې ته ملتزم پاتې شي او د همدې په مطابق دې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او نوي حکومت ته دې واک انتقال شي.
دی وايي، ارګ باید د غدر لار پرېږدي او له حزب اسلامي سره دې کړې معاهده په بشپړه توګه عملي کړي او د دوی ټول بندیان دې ازاد کړای شي.
هفه زیاته کړه، په لومړیو کې څرګنده وه چې په دوحه کې د کابل او طالبانو ترمنځ مذاکرات به بې نتیجې پای ته رسېږي او هېڅ لاسته راوړنه به نه لري.
د حزب اسلامي مشر وویل: ((د کابل پلاوى یوازې د ارګ و او دوی سوله د ځان په ضرر ګڼله او د جنګ د دوام غوښتونکي وو.))
د نوموړي په وينا، د سولې خبرې اترې بايد له قطره يو بل هېواد ته انتقال ومومي او دغه خبرې بايد ډېرې اوږدې نه شي؛ ځکه زيان یې يواځې ملکي خلکو ته دى.
د يادونې ده، له دې وړاندې هم د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ورته څرګندونې کړې وې خو حکومت ورته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP