کابل (پژواک، ۱۵کب ۹۹): د ملي دفاع وزارت وایي، چې په کندوز ولایت کې د دغو ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې اته طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات تېره شپه د کندوز ښار اړوند د بزقندهاري په کلي کې له د فاعي او امنیتي ځواکونو سره په همغږي ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي، په دغو عملیات کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.
سرچينه کاږي، د عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو طالبانو مهمات هم ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن