کابل(پژواک،۲۰کب ۹۹): د افغانستان د پاسپورټ مرکزي ادارې اعلان کړی چې د کاغذي پېژندپاڼو له مخې د پاسپورټ د وېش او صادرېدو لړۍ بنده شوې ده.
د دې ادارې په نننۍ خبرپاڼه کې چې یوه کاپي يې پژواک ته هم رسېدلې راغلي، د پاسپورټ غوښتونکي له دې وروسته کولای شي چې د الکترونیکي پېژندپاڼو په اساس د پاسپورټ اخیستو لپاره په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ ریاست او مدیریتونو ته مراجعه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې په کابل ښار کې د کاغذي پېژندپاڼو بهیر هم بند اعلان کړی و.
د یادونې ده، وروسته له هغه چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو بهیر پیل شو تر اوسه په ټول هېواد کې له دوه میلیون ډېرو کسانو یادې پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP