کندهار (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۰): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د استوګنې پر سیمو د هاوانونو لګېدو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت يوې امنیتي سرچینې د وري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په منارې سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه وايي، هاوانونه پر يوه کور لګېدلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی په دې اړه ناخبري ښيي او د ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خوجیه یحیی بیا دا د وسله والو تبلیغات ګڼي او وايي په دې ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د ارغنداب ولسوال انجنیر محمد شریف پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی هم دغسې خبرونه ترلاسه کړي خو د دې لپاره چې موضوع لا کره شي، د معلوماتو په پیدا کولو بوخت دي.
دی وايي، معلومه نه ده چې هاوانونه د چا له لوري توغول شوي دي.
بلخوا وسله وال طالبان بیا وايي چې هاوانونه د ملي اردو له خوا ویشتل شوي دي.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ د کوچنۍ منارې په سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو هاوانونه وار شوي چې په کې یو شمېر ماشومان او ښځې ټپيان شول.
دی زیاتوي، کله چې خلکو ټپيان د درملنې لپاره لېږدول دویم ځل بیا پرې هاوانونه توغول شوي چې له امله یې ۹ ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې، ماشومان او سپين ږیري په کې شامل دي.
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن