ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بصیره رسولي د فاطمه عزیز پر ځای د ولسي جرګې غړې شوه

بصیره رسولي د فاطمه عزیز پر ځای د ولسي جرګې غړې شوه

author avatar
24 Mar 2021 - 11:21
بصیره رسولي د فاطمه عزیز پر ځای د ولسي جرګې غړې شوه
author avatar
24 Mar 2021 - 11:21

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۰): د ټاکنیزو خپلواک کمېسیون په کندوز ولایت کې د ټاکنو مخکښې نوماندې بصیرې رسولي ته ټاکنیزه وثیقه ورکړه څو په ولسي جرګه کې د کندوز خلکو د مخکنۍ استازې فاطمې عزیز پر ځای کار پیل کړي.

په ولسي جرګه کې د کندوز خلکو مخکنۍ استازې فاطمه عزیز تېره اوونۍ د سرطان ناروغۍ له امله په سویس کې مړه شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ پژواک ته وویل، دغه کمېسیون تېره ورځ له کندوز ولایته د ولسي جرګې مخکښې نوماندې بصیرې رسولي ته ټاکنیزو وثیقه ورکړه او ټاکل شوې د لوړې له مراسمو وروسته په یاده جرګه کې د کندوز خلکو د استازې په توګه دنده پیل کړي.

د هغه په خبره، بصیره له کندوز ولایته ولسي جرګې ته د ښځو نوماندانو له ډلې درېیمه مخکښه نومانده وه چې تر نورو ډېرې رایې یې ترلاسه کړې وې.

ننګ وايي، د ټاکنو قانون او اصولو له مخې، هرکله چې د ولسي جرګې غړي استعفا وکړي او یا ژوند له لاسه ورکړي پر ځای یې بل هغه کس چې په همغه ټاکنیزه حوزه کې ډېرې رایې لري جرګې ته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې مخکې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو پخواني استازي روح الله اخندزاده او په دې جرګه کې د لوګر د خلکو استازي خالد مومند له خپلو دندو استعفا کړې او پر ځای یې سید محمد صدیق حسن زاده او عبدالخالق بالاکرزی چې په اړوند ټاکنیزو حوزو کې مخکښ نوماندان وو ولسي جرګې ته لار پیدا کړې ده.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.