ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وحيدعمر: د ترکيې د ناستې اجنډا لا نه ده معلومه

وحيدعمر: د ترکيې د ناستې اجنډا لا نه ده معلومه

author avatar
25 Mar 2021 - 15:33
وحيدعمر: د ترکيې د ناستې اجنډا لا نه ده معلومه
author avatar
25 Mar 2021 - 15:33

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۰: ( د عامه او ستراتېژیکو اړيکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وايي چې د ترکيې د ناستې اجنډا لا نه ده معلومه، خو د افغانستان حکومت د سولې په تړاو يوه طرحه جوړه کړې ده.

وحيد عمر چې نن د وري په ٥مه، يې يوې خبرې ناستې ته وينا کوله وویل، هره هغه ناسته چې د افغانستان سوکالۍ لپاره جوړیږي، دوی یې ملاتړ کوي او په کې برخه اخلي.

ده زياته کړه، تراوسه د ترکیې ناستې اجنډا روښانه نه ده او دا هم نه ده معلومه چې د حکومت په استازیتوب به څوک په کې ګډون کوي، خو په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

د يادونې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير په نوې طرحه کې په ترکيې کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د يوې داسې ناستې پلان جوړ شوى، چې په کې د دولت مشرتابه، افغان سياسيون او د طالبانو استازي ګډون کوي.

دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان په قضيه کې د دخيلو هېوادونو ځانګړي استازي هم ګډون کوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چاويش اوغلو څو ورځې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دا ناسته به په اپريل مياشت کې کېږي، خو کره نېټه يې په ډاګه نه کړه.

د افغانستان حکومت لا دمخه اعلان کړى چې د ترکيې په ناسته کې ګډون کوي.

د ولسمشر سلاکار وحيد عمر وايي، هیله لري چې طالبان د ترکیې په ناسته کې له خلکو سره خپل نظرونه شریک کړي که چېرته ټاکنې نه مني؛ نو بديل به يې څه وي چې خلک يې ورسره ومني.

د هغه په وينا، که چېرته طالبان سوله غواړي روانه جګړه دې ودروي او افغانانو ته دې د روښانه کړي چې دوی سولې ته اراده لري او د جګړو له درېدو سره به د سولې خبرې نورې هم ګړندۍ شي.

د ولسمشر سلاکار وايي، د سولې د راتګ يواځينۍ لاره دا ده چې خلک خپل زعیم په خپله و ټاکي او په پرېکړو کې د خلکو مشارکت د افغانستان د ثبات يواځينۍ د حل لاره ده.

وحيد عمر وويل، هغه سوله چې د څو کسانو د معاملې په ترڅ کې رامنځته شي د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه ده.

ده زياته کړه، د ولسمشر له خوا شپږ مياشتې وروسته د ټاکنو په اړه طرحه نه ده جوړه شوې، بلکې د سولې راتګ لپاره يې يوه طرحه جوړه کړې ده، خو د دې طرحې په اړه يې جزييات ورنه کړل.

هغه وويل چې سوله د حکومت په وېشلو نه راځي، بلکې په مشارکت سره رامنځته کیږي.

د ده په وینا چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په اړه د افغانستان موقف روښانه دی او د امریکايي ځواکونو وتل په دې مشروط و، چې طالبان به په خپلو ژمنو عمل کوي.

عمر يوځل بیا وویل چې طالبانو د دوحې تړون ژمنې نه دي عملي کړي او باید د سولې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

هغه همدار راز وویل، که چېرې امریکایي ځواکونه اوس مهال افغانستان پرېږدي هم امنیتي ځواکونه پوره وړتیا لري، ځکه چې اوس مهال ۹۸ سلنه عملیات دوى په خپله ترسره کوي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.