کابل (پژواک، ۷ ورى ١٤٠٠): د ولسمشر اشرف غني له خوا د بېلو حکمونو پر اساس په ماليې وزارت، ملي دفاع وزارت او لويې څارنوالۍ کې نوې کسان پر دندو ګومارل شوي دي.
د ولسمشر حکمونو پر اساس عالم شاه ابراهیمي د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستيال په توګه، ډاکتر نجيب الله وردګ د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستيال په توګه او ظريف علم ستانکزی د اداري فساد، له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ د رييس په توګه ټاکل شوي دي.
عالم شاه براهیمي له دې مخکې د مالیې وزارت اداري مرستيال او د اريانا هوايي شرکت د رييس په توګه، ډاکتر نجیب الله وردګ له دې مخکې د ماليې په وزارت کې د ګمرکونو او عوايدو معین او په دې وروستیو کې د افغانستان ملي امنیت شورا کې د يوی برخې رييس په توګه دندې ترسره کړې دي.
دغه راز ظريف علم ستانکزی له دې مخکې د ملي پراختیا شرکت د پلټنې عمومي رييس په توګه دنده ترسره کوله.