ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه د سولې نظارتي کمېسیون او د سولې لپاره طرحه جوړوي

مشرانو جرګه د سولې نظارتي کمېسیون او د سولې لپاره طرحه جوړوي

author avatar
28 Mar 2021 - 17:05
مشرانو جرګه د سولې نظارتي کمېسیون او د سولې لپاره طرحه جوړوي
author avatar
28 Mar 2021 - 17:05

کابل (پژواک، ۸ وری ۹۹): مشرانو جرګه په داسې حال کې د سولې نظارتي کمېسیون او د سولې لپاره طرحه جوړوي چې د جرګې یو شمېر غړي د سولې بهیر مبهم بولي او له مختلفو ادرسونو د سولې پر جوړو شوو طرحو هم نیوکې کوي.

په دې وروستیو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا افغان حکومت ته د سولې طرحې له سپارلو وروسته، طالبان او ځیني افغان سیاسیون، یو شمېر سیاسي جریانونه لکه حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اسلامي جنبش، د مصالحي عالي شورا او ارګ هم ویلي چې د سولې لپاره یې طرحې جوړې کړې او یا یې جوړوي.

یادو سرچینو ویلي چې دغه طرحې د ترکیې په ناسته کې چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره په اپرېل میاشت کې جوړه شي، وړاندې کوي.

د بريتانیا خبري اژانس (رویټرز) خبر ورکړی چې ولسمشر غني له امریکا سره په شپږو میاشتو کې د ټاکنو ترسره کولو طرحه شریکه کړې ده خو د ولسمشر ویاند دواخان مینه پال وایي، حکومت په شپږو میاشتو کې د ټاکنو طرحه له چا سره نه ده شریکه کړې. هغه لنډمهال او سرپرست حکومت ردوي خو زیاتوي چې د ټاکنو ترسره کېدو د وخت په اړه به خبرې وشي.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د سولې پروسې په اړه خبرې وشوې.

د دې جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې د سولې بهیر پر مخ وړلو او څارنې لپاره به د ده تر مشرۍ لاندې «د مشرانو ګې د سولې نظارتي کمېسیون» په نوم کمېسیون جوړ شي.

هغه زیاته کړه چې دغه کمېسیون به ۱۵ غړي ولري چې د سولې بهیر پر نظارت سربېره به له حکومت، سیاسیونو او په کابل کې له سفارتونو سره د سولې بهیر پر مخ وړلو طرحه شریکه کړي.

هغه د یادې جرګې له دایمي کمېسیونونو وغوښتل څو د مشرانو جرګې د سولې نظارتي کمېسیون غړیتوب لپاره د هر کمېسیون په استازولۍ یو- یو کس د دې جرګې اداري پلاوي ته ور معرفي کړي.

په دې جرګه کې د نورستان خلکو استازي عبداللطیف نهضت یار د دې ترڅنګ چې د افغان سولې بهیر مبهم بولي، د هېواد سیاسیونو او حکومت له خوا د مختلفو طرحو جوړولو ته په اشاره یې وویل، هغه څوک چې له افغانستانه د ترکیې په ناسته کې ګډون کوي، باید یوه واحده طرحه ولري.

هغه زیاته کړه: «هغه څوک باید دې غونډې ته ورشي چې د افغانستان له ګټو دفاع وکړي څو د هېواد شل کلنې لاسته راوړنې وساتل شي او ټول همغږي وي.»

هغه هیله څرګنده کړه چې د سولې ناسته د جګړې د پای او په هېواد کې د دوامداره سولې لامل شي.

د دې جرګې بل غړي ګلالۍ نور صافۍ هم د سیاسي جریانونو او حکومت له خوا د مختلفو طرحو پر جوړولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د جمهوریت په استازولۍ باید یوه واحده طرحه وړاندې شي.

هغې زیاته کړه: «هیله لرو چې د ترکیې په غونډه کې ټول په یوه غږ له لاسته راوړنو او ملي ګټو چې د خلکو غوښتنه ده، ملاتړ وکړي.»

د نوموړې په وینا، د افغانستان سولې لپاره د مسکو ناسته کې تر ډېره د شخصي او لږو اجنډاوو په اړه خبرې وشوې او په هغه صورت کې چې د ترکیې په غونډه کې هم داسې اجنډاوې تر بحث لاندې ونیول شوي، افغانستان سولې ته نه رسېږي.

هغې زیاته کړه: «افغانستان کوم لابراتوار نه دی چې هر څو کاله وروسته یو نوی سیستم راوړل شي او و ازمایل شي، موږ د جګړې پای او دایمې سوله غواړو، نه داسې سوله چې په هېواد کې د نور ناورین لامل شي، د نوي نظام رامنځته کول او له صفر څخه پیل زموږ لپاره د منلو نه دی، موږ اصلاحات غواړو؛ خو نه غواړو چې یو نوی نظام چې ټول یې نه مني، پر موږ وتپل شي.»

د مشرانو جرګې نایب منشي وویل: «د مسکو ناستې وښوده چې طالبان سولې ته نه دي چمتو، سیاست یې بدلون نه دی کړی، لا هم له تاوتریخوالي، تهدید او زور څخه کار اخلي، طالبان په دې اند دي څو یو شمېر سیاسیون تېر باسي چې ګواګې هغوی ته په لنډمهال حکومت کې برخه ورکوي.»

هغه له جزئیاتو پرته وویل، هغه طرحه چې حکومت وړاندې کړې، یوه جامع طرحه ده او که طالبان غواړي واک ته ورسېږي، د ټاکنو له ترسره کېدو دې نه وېرېږي او د خپلو خبرو په پام کې نیولو سره چې د افغانستان ډېری سیمې د دوی په کنټرول کې دي، د ژر ټاکنو ترسره کولو له لارې دې واک ترلاسه کړي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.