ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرګونو ټپيانو درملنه کوونکى ډاکټر: تر ټولو زيات سوله زه ښه درک کولى شم

د زرګونو ټپيانو درملنه کوونکى ډاکټر: تر ټولو زيات سوله زه ښه درک کولى شم

author avatar
3 Apr 2021 - 17:39
د زرګونو ټپيانو درملنه کوونکى ډاکټر: تر ټولو زيات سوله زه ښه درک کولى شم
author avatar
3 Apr 2021 - 17:39

کندهار (پژواک، ۱۴ ورى ۱۴۰۰): د کندهار ميرويس حوزوي روغتون د جراحي څانګې ډاکټر چې د جګړې د زرګونو ټپيانو درملنه يې کړې، د سولې په ارمان دی او وايي، نور نه غواړي هېوادوال يې د سترګو پر وړاندې ساه ورکړي او يا له روغتون څخه معيوب رخصت شي.

دغه ډاکټر قدرت الله حکيمي نومېږي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې د ميرويس حوزوي روغتون په جراحي څانګه کې د ټرېنر متخصص په توګه کار کوي.

نوموړي په دې موده کې د جګړې د زرګونو ټپيانو ژوند ژرغولی او لا هم خپل دغه انساني چوپړ ته دوام ورکوي.

هغه چې د دندې ترسره کولو پرمهال يې سپينه چپنه پر تن وه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د دې دردېدلې ټولنې د يوه غړي په توګه تر بل هر چا د جګړې په زيانونو ډېر خبر دی او تر بل هر چا د سولې اړتيا په ښه توګه درکوي.

دی وايي، د جګړې د قربانيانو ترخې خاطرې يې د ژوند برخه جوړه شوې ده خو نور د جګړې دوام نه غواړي او له دې حالته ستړی شوى دی.

دی وايي، هره ورځ له دې هيلې او ارمان سره د خپلو ټپي هېوادوالو (ماشومانو، ځوانانو، ښځو او بوډاګانو) درملنه کوي چې يوه ورځ به دا ناورين پای مومي او په هېواد کې به سوله راځي.

د ده په خبره، ميرويس روغتون د سوېلي زون په کچه فعاليت کوي چې هره ورځ په منځنۍ کچه د جګړې ۱۰ ټپيان د درملنې لپاره ورته راوړل کېږي.

هغه د تېرې يوې مياشتې شمېرې وړاندې کړې او ويې ويل، تېره مياشت دغه روغتون ته د جګړې ۶۵ تنه ټپيان راوړل شوي چې ۳۵ په مرميو لګېدلي وو، ۱۵ د ماينونو په چاودنو او ۱۵ نور په هوايي بريدونو کې ټپيان شوي وو.

نوموړی زياتوي، دا يوازې په جګړه کې د ټپي شوو ملکي وګړو شمېره ده، په داسې حال کې چې هره مياشت لسګونو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوړي او روغتون ته راوړل کېږي.

ده وويل، د هغو کسانو شمېره هم لوړه ده چې په جګړو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.

خو هغه يادونه وکړه، داسې وختونه راځي چې دغه کچه د ورځې تر لسګونو او د مياشتې تر سلګونو اوړي.

حکيمي وايي، ډېره دردوونکې دا ده چې ډېری ټپيان د دوی د سترګو په وړاندې ساه ورکوي او ډېر نور چې ژوند يې ژغورل کېږي له تلپاتې معيوبيت سره له روغتونه رخصتېږي.

هغه په دې برخه کې يوه تازه پېښه د خپلې ترخې خاطرې په توګه ياده کړه چې څو ورځې مخکې د ارغنداب په ناګهان سيمه کې شوې وه.

داکټر حکيمي زياته کړه: “په ناګهان کلي کې يوه کورنۍ چې د جګړې له امله له خپله کوره وتلې وه، څو ورځې وروسته يې غوښتل د اړتيا وړ ځينې توکي له کوره راوړي، د دې لپاره چې له خطره ژغورل شوي وي، د کورنۍ يوه ښځينه یې له ځان سره ملګرې کړې وه، خو هلته په رسېدو همدا ښځه په جګړه کې پر سر په مرمۍ لګېدلې وه.”

ده زياته کړه، دا ۲۱ کلنه ځوانه نجلۍ په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شوه، مرمۍ يې د سر له مخکينۍ برخې شاتنۍ برخې ته وتلې وه او د لس سانتي متره په اندازه هډوکی يې له منځه وړی و، که څه هم د هغې درملنه وشوه او ژوند يې وژغورل شو خو د خبرو کولو وړتيا يې د ټول عمر لپاره له لاسه ورکړه.

ډاکټر حکيمي وايي، هره ورځ له دغسې پېښو سره مخ کېږي او د کار هره شېبه يې يوه ترخه خاطره ده، ځکه ډېر ټپيان د درملنې پر مهال ژوند له لاسه ورکوي او هغوی چې جوړېږي نو سترګې، لاسونه او پښې به يې له لاسه ورکړي وي.

هغه وويل، دا غميزه هومره لويه ده چې په الفاظو د بيانولو له بريده وتلې ده.

د ده په خبره، که جګړه نه وای نو د يوه ډاکټر په توګه به يې څېړنو ته وخت لرلای، د ناروغانو د درملنې لپاره به يې نوي پلانونه جوړولی خو اوس يې ټول وخت د جګړې د ټپيانو پر درملنه تېرېږي.

دی وايي، که څه هم دغه روغتون ته عادي ناروغان هم د درملنې لپاره راوړل کېږي خو د روغتون ډېر امکانات او سرچينې د ټپيانو پر درملنه لګېږي.

نوموړی زياتوي، سوله د هر انسان حق دی او دلته هر وګړی د سولې په ارمان دی، ځکه که سوله وي نو مرګ ژوبله به نه وي، پرمختګ به وي، خدمات به ښه وي او د ټولنې هر فرد به په ډاډه زړه په خپلو چارو بوخت وي.

هغه وويل، په اوسني وضعيت کې هيڅوک هم ځان خوندي نه احساسوي، هر څوک چې سهار له خپله کوره وځي نو ډاډه نه وي چې ژوندی به بېرته کور ته لاړ شي او که نه؟

ده زياته کړه: “همدا اوس چې زه له تاسره خبرې کوم، نيم ساعت مخکې په ښار کې يو تن وژل شوی، اخر دا حالت به تر کومه روان وي، تر کومه به داسې په بې دردۍ وژل کېږو.”

دی وايي، هغه په روغتون کې د ټپيانو په درملنه بوخت وي خو خپلې کورنۍ ته يې زړه ختلی وي، خپلو ماشومانو ته يې زړه ختلی وي چې له ښوونځي به خوندي کور ته تللي وي او که نه.

د نوموړي په وينا، جګړه د ټولو بدمرغيو سرچينه ده او سوله يو الهي نعمت دی چې هر وګړی يې په ارمان دی.

دی وايي، جګړې نه يوازې په مخامخ توګه د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې د جرمونو، ترافيکي پېښو او نورو ناخوالو لامل هم ده ځکه په دغسې وضعيت کې قوانين په سمه توګه نه پلي کېږي.

نوموړی د بېلګې په توګه د تېر يوه کال د ترافيکي پېښو يادونه وکړه چې شمېر يې ۷ زره ته رسېږي چې سلګونو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو دی وايي، دغه وضعيت که هر څومره ژوند له دردونو، غمونو او کړاونو سره مخ کړي، خو بيا يې هم په هېواد کې د سرتاسري سولې هيلې په زړه کې ژوندۍ ساتلې دي.

نوموړی د جګړې پر ښکېلو غاړو د سولې غږ کوي او له هغوی غواړي چې نور جګړه پای ته ورسوي.

ده وويل، لوی خدای (ج) ته به زارۍ کوو چې جګړه ودرېږي او په هېواد کې سوله راشي، نور دا ټولنه سولې ته اړتيا لري.

نوموړى له ديني عالمانو، خلکو او کورنيو غوښتنه کوي چې په هېواد کې د سولې لپاره جمعي دعاګانې ډېرې کړي.

په قطر او ترکیه کې د سولې د وروستيو هڅو په اړه ده وويل، که څه هم د خپل بوخت ژوند له امله رسنيو څارلو ته ډېر وخت نه لري خو دغې پروسې ته هيله مند دی.

ده د دواړو لورو له مرکچي پلاوو غوښتنه وکړه چې د افغانانو دردونه او کړاوونه درک کړي او په هېواد کې د سرتاسري سولې لپاره رښتينې هڅې وکړي.

Visits: 221

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.