اسعد اباد (پژواک ۱۶ وری ۱۴۰۰): د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د یوه لرغوني جومات چې ۲۲۰ کاله تاریخي قدامت لري، د بيارغونې چارې پیل شوې.
د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس جنت ګل فدا پژواک اژانس ته وويل، د کونړ د خاص کونړ د حکیم اباد په سیمه کې د حضرت غفران بابا په نامه یو تاریخي جومات ۲۲۰ کاله وړاندې همدې سړي د هغه وخت په عصري توګه جوړ کړی و او دروازو، بشونو، ستنو او دېوالونو کې يې په ځانګړې توګه نقاشي شوې وه.
ده زياته کړه، د دغه جومات ډېرې برخې خرابې شوې دي، خو بشونه او ستنې یې په ځای پاتې دي.
د هغه په وينا، دغه جومات بېرته په خپلې پخوانۍ بڼه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اتو میلیونه افغانیو په لګښت د يوه کال په موده کې رغول کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وايی، دغه راز د وټه پور ولسوالۍ د ملا صیب بابا زیارت چې څه د پاسه سل کاله تاریخي قدامت لري او همدارنګه د ماڼوګي ولسوالۍ د کوزې بارکنډۍ جومات چې ۳۲۰ کاله تاریخي قدامت لري، سروې یې بشپړه شوې او ډېر ژر به یې کارونه پیل شي.
د خاص کونړ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالستار بابا وویل، دغه جومات حاجي مهربان بابا چې د حضرت غفران پلار و، جوړ کړی و، په دې جومات کې به هغه وخت طالب العلمانو ته د قران او حدیثو درسونه ورکول کېده او شپه ورځ به په کې خلکو او په ځانګړې توګه مسافرو ته لنګر ورکول کېده.
ده له حکومته مننه وکړه چې د دې سیمې تاریخي جومات بېرته په خپل شکل جوړېدل يې پیل کړل.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، په کونړ کې ډېر تاریخي ابدات شته. د دغو تاریخي ابداتو د ځینو یې سروې شوې او د پاتې نورو سروې به هم وشي.
ده زیاته کړه، په راتلونکو څو کلونو کې به د کونړ ډېر تاریخي ابدات بېرته په خپل شکل ورغول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP