ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حيات: لس ولايتونه او ۴ لوی ښارونه له لويو امنيتي ګواښونو سره مخ دي

حيات: لس ولايتونه او ۴ لوی ښارونه له لويو امنيتي ګواښونو سره مخ دي

author avatar
12 Apr 2021 - 15:01
حيات: لس ولايتونه او ۴ لوی ښارونه له لويو امنيتي ګواښونو سره مخ دي
author avatar
12 Apr 2021 - 15:01

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۰): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، د ننګرهار او لغمان په ګډون لس ولايتونه او ۴ لوی ښارونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي چې دوی يې د مخنيوي لپاره په دقيقو امنيتي پلانونو کار پيل کړی دی.

حيات الله حيات دا څرګندونې د وري په ۲۳مه جلال اباد ښار کې د يو لنډ رسنيز کنفرانس پر مهال وکړې.

نوموړي په دغه کنفرانس کې د هدفي وژنو، چاودنو او نورو امنيتي پېښو په تړاو د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونه به د خپل سر په بدله له خپل ولس ساتنه کوي.

هغه وايي، معلومات يې تر لاسه کړي چې د لغمان په ګډون لس ولايتونه او د جلال اباد په ګډون څلور لوی ښارونه له امنيتي ننګونو او ګواښونو سره مخ دي چې وسله وال غواړي د هدفي وژنو، چاودنو او نورو بريدونو له لارې امنيتي پېښې رامنځته کړي.

دی زياتوي: ((زموږ معلومات دا دي چې دښمن هلته حملې وکړي او موږ پوره اماده ګي ورته لرو چې موږ د دې لپاره په دقيقو پلانونو باندې کار کوو.))

نوموړی دغه راز د امنيت په ټينګښت کې د ولس همکاري ګټوره ګڼي او وايي، که د هر کور مخې ته يو پوليس ودرول شي خو که د ولس همکاري نه وي نو امنيت نه شي راتللی.

د کورنيو چارو سرپرست وزير دغه راز ډاډ ورکړ چې د خپل وزارت په لومړيتوبونو کې به يې دا هم وي چې د ولس او پوليس ترمنځ اړيکې ښې کړي او داسې فضاء رامنځته کړي چې ولس په پوليس ووياړي او پوليس په ولس ووياړي.

هغه د پژواک خبريال يوې پوښتنې په ځواب کې چې ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو نه همغږۍ له امله په ولسواليو کې پر ولسي پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو د وسله والو بريدونه او مرګ ژوبله ډېر شوي؟ وويل چې د رهبرۍ په کچه همغږي شته خو د پوستو او په ټيټه کچه همغږي کمه شوې چې د دې ستونزې د حل لپاره به خپله له امنيتي ارګانونو سره په ګډه کار وکړي.

دی وايي، په ټوله کې پلان لري چې په کورنيو چارو وزارت کې پراخ بدلونونه رامنځته کړي چې هم په امنيتي ارګانونو کې د فساد مخه ونيول شي او هم د امنيت د ټينګښت لپاره اقدامات چټک شي.

نوموړی د پوليسو د تشکيلاتو کمښت په تړاو وايي چې د ټولو ولايتونو د پوليسو د تشکيلاتو ارزونه کوي چې په کوم ولايت کې څومره پوليسو ته اړتيا ده او بیا به یې په اړه اقدام وشي.

دی وايي، ټوله ستونزه يوازې د پوليسو د تشکيلاتو کمښت نه دی، بلکې اوس له پوليسو خپله دنده پاتې ده او په نورو چارو بوخت دي، حتی د جنګ لومړۍ کرښه کې هم پوليس دي او کوښښ کېږي چې پوليس يوازې د قانون تطبيق ته ځانګړي شي.

د يادولو ده، د کورنيو چارو سرپرست وزير، امنيتي معين او د دغه وزارت يو شمېر نور مسولين نن ننګرهار ته د جمهوريت پر ملاتړ د ولس سترې غونډې ته راغلی و.

Views: 325

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.