ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې تنه وژل شوي او لس ټپیان دي

بلخ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې تنه وژل شوي او لس ټپیان دي

author avatar
17 Apr 2021 - 17:48
بلخ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې تنه وژل شوي او لس ټپیان دي
author avatar
17 Apr 2021 - 17:48

مزارشریف (پژواک ۲۸ وری ۱۴۰۰): د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په بازار کې د هاوان ۳ مرميو لګېدو له امله ۱۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن درې بجې رامنځته شوې ده.

د پېښې عیني شاهد احمد فیصل وايي چې نن وروسته له غرمې خلک په بازار کې پر کاروبار بوخت و چې د هاوان درې مرمۍ راغلې او د مزار بندر په سیمه کې ولګېدې.

هغه وویل چې د هاوان مرمیو لګېدو نه وروسته یې یو شمېر ښاریان ولیدل چې په ټپي حالت کې پر سړک پراته وو.

نوموړی وایي، د ګاونډ یو هټۍ وال یې دغه پېښه کې وژل شوی دی.

په ورته مهال یوه باوري سرچینه پژواک ته وایي چې په دغه پېښه کې د یوه نهه کلن ماشوم په ګډون ۳ ملکیان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

سرچینه زياتوي، وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

خو د بلخ ولسوال محمد یونس ستانکزي پژواک ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې درې ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ تنه نور ټپیان دي.

د برید مسوولیت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دی اخیستی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.