ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلالي: د کندوز ترانسپورټ رياست عوايد کم شوي

author avatar
27 Apr 2021 - 13:38
author avatar
27 Apr 2021 - 13:38

کندوز ښار (پژواک، ٧ غويی ١٤٠٠): د کندوز د ترانسپورټ رياست مسوولين وايي، له کومې ورځې چې د دغه رياست د عوايدو ټولولو مسووليت ګمرک ته سپارل شوى، کچه يې ټېته شوې، خو د ګمرک چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.

د کندوز د ترانسپورټ رييس سيد جواد جلالي د غويي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٩٨ کال کې د دغه رياست د عوايدو کچه ١٨ ميليونه افغانۍ وه.

خو زياتوي، له يوه کال راهيسې چې د ترانسپورټ رياست د عوایدو ټولولو مسووليت ګمرک ته سپارل شوی دغه کچه پنځه ميليونه افغانيو ته را ټېټه شوې ده.

دى زياتوي: ((په ١٣٩٩ کال کې زموږ د عوايدو ټولولو مسووليت ګمرک ته سپارل شوى، دوى زموږ عوايد پټوي او رښتيا نه وايي، څنګه په يوه کال کې ١٨ ميليونه او په بل کې دې پنځه ميليونه افغانۍ وي.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ګمرک چې د عوايدو کوم لېست کابل ته استولى، هلته ترانسپورټ وزارت يوه بررسي کړې او بيا يې موږ ته وويل چې په تېرکال کې ستاسو د عوايدو کچه پنځه ميليونه افغانۍ وه.))

خو بل لورته د کندوز د ګمرک رييس جمشيد سادات پژواک ته وويل، له کومې ورځې چې د ترانسپورټ رياست د عوایدو ټولولو مسووليت ګمرک ته سپارل شوى، د عوايدو کچه يې نږدې دوه برابره لوړه شوې ده.

هغه وايي: ((په ١٣٩٨ کال کې د ګمرک د عوايدو کچه ١٨ ميليونه افغانۍ وه، خو تېرکال يې چې مسووليت موږ ته راکړل شو دغه کچه ٣٤ ميليونو افغانيو ته لوړه شوه.))

خو بل لور ته د کندوز د ولايتي شورا غړى امرالدين ولي وايي چې دواړه رياستونه په شفافه توګه عوايد نه ټولوي او په دغه برخه کې رښتيا نه وايي.

ده له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د يادې موضوع د څېړنې په موخه دې يو پلاوى کندوز ولايت ته ولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر ټولو عايداتي ادارو نيوکې کيږي چې عوايد په شفافه توګه نه ټولوي او تر ډېره د دولت د خزاني پرځاى عوايد يې حيف او ميل کيږي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.